شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد سولې په اړه اندېښنې؛ پاکستان او افغانستان باید فرصت له لاسه...

د سولې په اړه اندېښنې؛ پاکستان او افغانستان باید فرصت له لاسه ورنکړي

تاند (پنج شنبه، د قوس ۲۷) د مرکزي اسیا د څېړنو انسټیټيوت په یوه تحلیل کې ویلي چې، پاکستاني او افغان چارواکي باید د سولې او ښو اړیکو جوړولو لپاره له جوړ شوی فرصت له لاسه ورنکړي.

په تحلیل کې ویل شوي چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ښې شوې او اړينه ده چې پاکستان له افغان سولې سره ريښتينې مرسته وکړي.

د مرکزي اسیا د څېړنو انسټیټيوت په خپل تحليل زیاته کړې چې پاکستاني او افغان چارواکو ته په کار ده چې د سولې د راوستو او همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي.

په تحلیل کې لیکل شوي چې صادقانه او پر ګډو ګټو ولاړې اړیکې ددواړو هېوادونو په ګټه دي.

دا په داسې حال کې ده چې، په هېواد کې د جګړې د شدت سربېره په دوحه کې د سولې خبرې هم ځنډېدلې دي.

اوسمهال د افغان حکومت پلاوی په کابل او د طالبانو پلاوی په اسلام آباد کې دی.

عام خلک پآکستان ته د طالبانو د پلاوي پر سفر سخت غوصه دي او له دوی غوښتنه کوي چې، د سولې بین الافغاني خبرې دي له افغانانو سره په هېواد دننه ترسره کړې.

افغان ولسمشر هم تېره اونۍ د سولې د خبرو په تړاو ټینګار کړی وو چې پآتې پړاوونه دې په افغانستان کې ترسره شي خو طالبانو بیا دا خبر رد کړې وه.

https://taand.net/%d9%82%d8%b1%db%8c%d8%b4%d9%8a%d8%8c-%d8%af-%d8%aa%d8%b4%d8%af%d8%af-%d8%af-%da%a9%d9%85%d9%88%d9%84%d9%88-%d9%85%d8%b3%d9%88%d9%88%d9%84%db%8c%d8%aa-%d8%a8%d8%a7%db%8c%d8%af-%db%8c%d9%88%d8%a7%d8%b2/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب