Homeخبرونهکندهار کې ۸۳ طالبان وژل شوي

کندهار کې ۸۳ طالبان وژل شوي

تاند (سه شنبه د قوس ۲۵) د کندهار ځایي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۸۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار ګډې نظامي شورا نن سه شنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ددغه ولایت په ارغنداب، پنجوايي، ژېړۍ او شاه ولیکوټ ولسواليو کې عملیات کړي دي.

د اعلامیې د معلوماتو پر اساس ددغو تصفیوي عملیاتو پر مهال ۸۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

په یادو عملیاتو کې هوايي ځواک هم برخه اخیستې ده.

سرچینه زیاتوي د افغان ځواکونو په دې بریدونو کې د طالبانو لس پټنځایونه او یو شمېر وسلې او تجهیزات هم له منځه تللي دي.

د چارواکو په خبره افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی، او نه هم طالبانو تر اوسه په دې هکله خپل نظر څرګند کړی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...