چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهارغستان کې دبابو بند رغنيزې چارې بشپړې شوې

ارغستان کې دبابو بند رغنيزې چارې بشپړې شوې

تاند(سه شنبه، د قوس ۲۵) د کرنې وزارت چارواکي وایي، په کندهار کې د ارغستان ولسوالۍ د بابو بند رغنیزې چارې بشپړې شوې او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کرنې له وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دکندهار د ارغستان په ولسوالۍ کې دبابو بند رغنيزې چارې بشپړ شوي دي.

خبرپاڼه لیکي، د دې بند رغنيزې چارې تېرکال دغبرګولي په مياشت کې د اته ميليونه او۴۳۶زره او ۸۷ افغانيو په لګښت دکرنې وزارت دپراختيايي بوديجې له لارې پيل شوې وي.

د خبرپاڼې له مخې، دکندهار ولايت دکرنې رييس حفيظ الله سيدي وايي، چې ياد بند د۱۲۶ متر مکعب اوبو وړتيا لري او په جوړېدو سره يې، څه باندې لس زره جريبه ځمکه دخړوبولو تر پوښښ لاندې راغلي دي.

هغه وويل، چې ددې بند جوړول دځمکې لاندې داوبو پياوړتيا، دخاورې دتخريب مخنيوی، دسېلابونو کنټرول، دسيمې سمسورتيا او دمالدارانو دڅښاک اوبو په چمتوکولو کې مرسته کوي.

دکندهار دکرنې رييس وايي، چې په وروستيو دوو کلونو کې د ارغستان ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې داوبو لګولو ۸۳ لويې او وړې پروژې یې پلي کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب