Homeخبرونهنامعلومه وسله والو کندهار کې یو څارنوال وواژه

نامعلومه وسله والو کندهار کې یو څارنوال وواژه

تاند(سه شنبه، د قوس ۲۵) د کندهار امنیتي چارواکي وایي، د دغه ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نامعلومو وسله‌والو یو څارنوال په ډزو وژلی دی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي رسنیو ته وویل، دا پیښه نن ۱۰:۰۰ بجې د کندهار ښار په مرکز کې رامنځته شوه.

نوموړي زیاته کړه، دغه څارنوال د محمد نبي په نامه د کندهار ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې د ناپیژانده کسانو لخوا ووژل شو او په وینا یې وسله‌وال د سیمې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.

د یاد ولایت امنیه قوماندانې ویاند وویل، دغه کس د کندهار ولایت په ملکي څارنوالۍ کې کار کولو.

دا په داسې حال کې ده چې په یوه ورځ کې په کابل او غور ولایتونو کې د کابل والي مرستیال او د غور ولایتي شورا مرستیال په دوه بیلابیلو پیښو کې د چسپکي ماین چاودنې له امله ووژل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...