په ۱۹۶۷ ميلادي کال کی د کندهار په زاړه ښار کی په دوو ژبو ليکلې يو ډبر ليک وموندل شو ې د اشوکا باچا په امر هلته کی دلوې لارې په سر ودرول شوې و. ددی نه درې کاله وړاندې هم په يوناني ژبه يوه ډبر ليک په کندهار کی رابرسېره شوې واو يوه بله ډبره چې ورباندې اراميک ژبه ليکلې وه ،په ۱۹۶۹ م کی د ننگرهار سره نږدې په درونټه کی وموندل شوه.
اشوکا څوک؟
اشوکا د ۳۰۴ نه تر ۲۳۲ ق.م کی په مگدها (اوسنې بهار ايالت) کی د موريه کورنۍ باچا و. د ده نيکه چندرا گوپتا هغه کس و چې په هلکوالي د اباسين سره نږدې د ټېکسلا په ښار کې د اسکندر مقدوني مخې ته ورغلې و او له هغه يې کلکې پوښتنې کړې وې. د اشوکا پلار بندو سارا نوميدو اونورې ښځې يې هم لرلې. د اشوکا مورکه څه هم د برهمن کورنۍ نه وه خو نورو ښځو به ورته ټيټ کتل. اشوکا پخپل نيکه گران او په جنگي فنونو کی د مېرنو وروڼونه تکړه ونو ځکه دې به تل د هند په لرې پرتو سيمو کی د جنگ لپاره ورلېږل کېدو. دده د پلار د مړينې نه وروسته د قدرت لپاره جنگ په نتيجه کی اشوکا توری ته لاس کړ اونه يواځې خپل وروڼه بلکه د هند باغي سيمو د نيولو لپاره يې په زرگونو خلک ووژل.
د باچاهي تر لاسه کولو نه وړاندې دی د بودهاي دين د اخلاقواو تعليماتوتر اغېزې لاندې راغلې و، خو پر شاهي تخت د کښېناستو سره يې توبه وويستله چې نوربه د انسان يا د حېوان وينه تويه نکړي. په ۲۶۳ ق.م کی دی په رسمي توگه بودهه مذهب منونکې شو. هغه وخت دده په سلطنت کې د بنگال او سري لنکا نه واخلی تر پارس چې کندهار يې يوه برخه وه ، سيمې شاملې وې. د اشوکا نورو بريو سره يوه مهم کار په هند کی د ژبې ليک دود معرفي کول و چې پراکريت نوميدو. هغه د بودها د اخلاقو درسونه په تيږواو د مرمرو په ستنو په مروجو ژبو د ليکلو امر وکړ چې دده د قلمرو په لر وبر کی په مهمو ځايونو کی کېښودل شول. د څلوېښت کاله باچاهۍ نه وروسته دي په ۲۳۲ ق.م کې مړ شو.
په کندهار کی موندل شوې ډبر ليک چې په دوو ژبو يوناني او اراميکي ژبو دې، جي.پي. کراټېلي انگريزۍ ته اړولې دې. دا ډبر ليک اوس په کابل ميوزيم کی ايښې دې.
يوناني متن
اوس لس کاله کيږي چې پاچا پيادسي انسانان د اخلاق (قانون يا دهما) په لاره روان کړې دي. او د هغه راهيسې دده له کبله انسان نور هم ښه شوې او په ټولې نړۍ کی هر څه سمسور شوي دي. او باچا د ژوو(د خوړلو) نه لاس په سر دې. او په دی کی شک نشته چې نور خلک او هغه څوک چې د باچا ښکاريان او مهيان نيونکي و، هغوي د ښکار نه لاس اخستې دې او هغه څوک چې پخپل ځان (نفس) يې قابو نه و خپل زيار ايستلې دې چې ځانونه قابوکړي او د خپل مور او پلار او مشرانوته تابع وسي. چې پخوا داسې نه وه.
اراميکی متن
اوس لس کاله کيږي چې زمونږ بادار باچا پېادسي هوډ کړې دې چې انسانانو ته د اخلاقو لاره ( دهما) وروښاي. هغه راهيسې دنړۍ په انسانانو کی بد ورک شوې دې. هغه خلک چې په بدو اخته و اوس يې ترې لاس اخستې دې او په ټولې نړۍ کی امن او خوشالي راغلې ده. او په يوه بله معامله کی هم چې د خواړو پورې اړه لري، زمونږ بادار اوس ځناور( څاروي) نه وژني. نورو خلکوچې دا وليدل نو دوي هم د ځناورو وژل بند کړي دي. هغه څوک چې مهيان نيسي، ددوۍ په فعاليت بندېز دې. هم دغسې هغه خلک چې زغم (برداشت) يې نه لاره هغوۍ اوس زغم ازده کړې دی. مور او پلاراو نورو مشرانو ته تابع وسېدل او دا خپل دنده گڼل اوس يوه عامه خبره گرځېدلې ده. ځکه نو د دهما ( اخلاق) نه کار اخستل د ټولو انسانانو لپاره گټه ور دي او دا به د تل لپاره هم دغسې وي. “
لکه چې د متن نه څرگنده ده ، دا دبر ليک د اشوکا د باچا کېدو په لسم کال يعني په ۲۶۲ يا په ۲۶۳ ق.م کی وليکل شوه. او که په هم هغه کال کندهار کی ځاې پر ځاې شوي وي نو دوه زره دوه سوه درې شپېته کاله زړه ده. د دی دواړو ژبو مفهوم يو دې خو اراميکي ژبه دا مفهوم په تفصيل بيانوي. په دی متن کی د دهما ېا د دهرما توري ژباړه ممکن نه ده ځکه دا د نېک چلن، ښو اخلاقو او د پخې عقيدې ماناهم ورکوي. د اشوکا ډبر ليکونه په دوه ډوله دي. يو هغه چې ډبره يې هواره کړې او د ليکنې ( کندن کارۍ) نه وروسته يو مهم ښار په مرکز او يا د لارې په سر به يې ودروله. دوېم هغه ډبر ليکونه دي چې يوې غونډۍ يا لوړ ځاې کی پخپل طبعي حالت موجود و او ددی په هواره برخه ليکنه شوې ده. دغسې بېلگه د صوابۍ سره نږدې د شهباز گړې دبر ليکنه ده.
په درونټه کی موندل شوې د اشوکا ډبر ليک يوه ډېره په زړه پورې د لارې نخښه څرگندوي. په ډبره په اراميکي ژبه يوه جمله ليکلې ده. “د دوو سوو ليندو په فاصله” تدمور” نومې سيمې ته (لاره)” لرغون پوهانو د تدمور سيمه د پلمايره په نوم را پېژني چې د سوريې (شام) شاو خوا سيمه وه. دا ښاي چې د اشوکا سفارتي ډلې اوتجاران له دې لارې به پارس، او وړاندې شام او يونان ته ورتلل. افغانستان ته د تمدونونو څلور لارې هسې خو نه دي ويېل شوي.