شنبه, مې 18, 2024
Home+سخت نه، په ځيرک ډول کار وکړئ|محی الدین دلیل

سخت نه، په ځيرک ډول کار وکړئ|محی الدین دلیل

ټوله ورځ دې تېره کړه او بیا هم هېڅ، یاره نه د دین شوې نه د سادین، هندو ستړی خدای ناراضه، دا او دې ته ورته خبرې به مو ډېرې اورېدلي وي. کېدای شي بېلابېل عوامل ولري، خو یو بنسټیز عامل یې دا هم ګڼلای شو چې، ډېری وخت پرځای ددې چې کار په ځيرک ډول وکړو په سخت ډول یې ترسره کوو، هماغه ده چې د ډېرو خواریو او کوښښتونو په پایله کې ډېر لږ څه لاسته راوړوو.

یو ځل د دوه تنه ونه پرېکوونکو ترمنځ سیالۍ په لار واچول شوه، چې په څلور ساعتونو کې به کوم یو ډېرې ونې پرې کړي، لومړي ونه پرې کوونکي په پرله پسې ډول کار کاوه، دوهم ونه پرې کوونکي له هر لس دقیقو کار وروسته لس دقیقې دمه کوله، لومړي ونه پرې کوونکي داسې وانګېرله چې په حتمي ډول دی ګټونکی دی، ولې کله چې پایلې اعلانېدې نو دوهم ونه پرېکوونکی، بریالی اعلان شو.

وروسته لومړي ونه پرېکوونکي له دوهم څخه پوښتنه وکړه چې راز په څه کې وه، هغه ځواب ورکړ چې ما له هر لس دقیقو کار وروسته لس دقیقو لپاره خپل تبر تېره کاوه، نو پر دې اساس مې وکولای شو چې ونې په تېزي سره پرې کړم. له دې لنډې قیصې څخه معلومولای شو چې لومړي کارکوونکي سخت او دوهم یې ځیرک کار ټاکلی وو.

ځیرک کار په دې مفهوم دی چې د فعالیتونو په ترسره کولو کې دې له ټولو هغو لارو، چارو او وسایلو کار واخیستل شي، کوم چې مونږ ته په لند مهال کې د ډېرو پایلو او لاسته راوړنو د راکولو سبب ګرځي، او یا مو خپلو موخو ته په کمو مالي او غیرې مالي سرچینو رسوي. پورتنۍ قیصه یې یوه ساده بېلګه ده چې دوهم کارکوونکی یې بریا ته رسولای. دا چې په څه ډول ځېرک کار وکړو لاندې ټکي په پام کې ونیسئ.

  1. کله چې وغواړو یو کار ترسره کړو، نو لومړی اړینه ده، د نوموړي کار د ټولو اړخونو په اړه پوره معلومات راټول کړو، بیا یې په سمه توګه تحلیل کړو او وروسته د نوموړي کار د ترسره کولو لپاره تر ټولو غوره لار وټاکو. د غوره لارې له ټاکلو مطلب هغه لار ټاکل دي چې، د کومې پر مټ خپلې موخې ته په کمترینو منابعو (وخت، کوښښ، مالي او غېرې مالي منابع…) رسېدلای شو.
  2. د کارونو په ترسره کولو کې باید له ټولو شته ټیکنالوژيو ګټه پورته کړو، د بېلګې په ډول که یوه ځمکه شل نفره کارکوونکي، د لسو ورځو په موده کې د درې لکه افغانیو په لګښت اړوي، کېدای شي د تراکتور په واسطه یې په یوه یا دوه ورځو کې، د یوه یا یونیم لک افغانیو په لګښت واړوو.
  3. د کارونو د ترسره کولو لپاره اړینه ده منظم او هر اړخیز پلان ولرو، منظم او هراړخیز پلان مونږ سره مرسته کوي ترڅو فعالیتونه په ښه ډول سمبال او مدیریت کړو او د اړتیا په وخت کې سموونې او اصلاحات پلي کړو، چې دغه چاره مونږ سره د ځیرک کار په ترسره کولو کې مرسته کوي، ځکه له مخې یې کولای شو له شته منابعو، تر ټولو ډېره ګټه پورته کړو.
  4. د ځيرک او هوښیار کار ترسره کولو لپاره اړینه ده پخپلو وړتیاوو او پوهه هم کار وکړو، ځکه وړتیا او پوهه کولای شي د کارونو په ځیرک ترسره کولو کې را سره مرسته وکړي. د وړتیاوو او پوهې د بډایه کولو لپاره کولای شو ډول ډول مطالعاتو او څېړنو ته مخه کړو.
  5. د ځيرک کار ترسره کولو لپاره د شل-اتیا قانون څخه ګټه اخیستنه مه هېروئ، د دې قانون پر بنسټ مونږ باید هغو ۲۰ سلنه فعالیتونو او کارونو ته ډېر متوجه واوسو، کوم چې د ۸۰ سلنه پایلو د لاسته راوړلو سبب ګرځي، دغه قانون په هره برخه کې د عملي کولو جوګه دی.
  6. د کارونو په ترسره کولو کې د پروژې د مدیریت د مرحلو نظر کې نیولو سره هم کولای شو، کارونه په ځیرک ډول انجام کړو. د پروژې د مدیریت مرحلې عبارت دي له، د پروژې د پېلوولو ، پلان جوړولو ، عملي کولو، کنترول او څارلو او د پروژې د ختمولو له مرحلو څخه.(دغه مراحل به انشاالله په راتلونکو لیکنو کې په پوره ډول تشرېح شي).
  7. همدارنګه تاسو کولای شئ، د ځیرک کار ترسره کولو لپاره د مدیریت له بنسټیزه وظایفو لکه د پلان جوړول، د اړینو منابعو برابرول، د منابعو په مؤثر او مثمر ډول په لار اچول، او کنترول او څارلو څخه ګټه واخلی.

په پای کې د سټیو جابز دا خبره رانقلوم چې وایي: هغه لارې چارې چې نن مو کامیابي ته رسوي، د پرون له لارو چارو سره کاملآ متفاوتې دي.

پاي

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب