جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکندز کې ۱۳ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندز کې ۱۳ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (دوشنبه د قوس ۲۴) د کندز ځايي چارواکي وايي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې لس افغان سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د کندوز ولايتي شورا رئیس یوسف ایوبي وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په استامينګ کلي کې د امنيتي ځواکونو پر ټولي بريد کړى دى.

د ښاغلي ایوبي په خبره په دې دې برید کې د سرحدي سرتېرو یو قومندان، د ملي اردو یو سرتېري او اته ولسي پاڅونوال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

په همدې حال کې د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي هم د پېښې پخلی کوي خو د مرګ ژوبل په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

بلخوا طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دغه جګړه کې یې ۲۱ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه د امام صاحب ولسوالۍ په استامينګ کلي د حکومت پر دوو پوستو بريدونه کړي، چې ۱۷ حکومتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

کندوز د افغانستان په شمال ختیځ کې یو له نا امنو ولایتونو څخه دی چې ډیری وختونه ترې د امنیتي سرتېرو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب