Homeخبرونهولسمشر غني په انګلستان کې د افغانستان سفیر وستایه

ولسمشر غني په انګلستان کې د افغانستان سفیر وستایه

تاند(دوشنبه، د قوس ۲۴) ولسمشر غني نن له غرمې مخکې په انګلستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر زلمی رسول ته د ستاینې په موخه د غازي وزیر محمد اکبرخان دولتي مډال ورکړ.

ولسمشر غني وویل، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له برید وروسته د هیواد ستونزو حل لپاره د لويي جرګې جوړول چې د بُن جرګې د جوړیدو لامل شوه او دغه هڅې په اساسي ډول د بُن کنفرانس لپاره اسانتیاوې برابرې کړې، په دې ټولو کې د ډاکټر زلمي رسول رول څرګند و.

دغه راز غني وویل، له ځوانۍ د ډاکټر زلمي رسول هڅې او خدمتونه په افغانستان کې د آزادۍ او د سیاسي نهضت رامنځته کولو په موخه وې، تر څو افغانستان د ډیموکراسۍ له لارې سیاسي ثبات ته ورسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...