سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهسکاټ مېلر: ناټو له افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي

سکاټ مېلر: ناټو له افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي

تاند (یکشنبه د قوس ۲۳) د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړي.

د ښاغلي مېلر په خبره چې همدا اوس د سرتېرو د اېستلو بهیر روان دی خو وايي چې له  افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته هم دوام ورکوي، څو د هغوی وړتیاوې زیاتې شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن یکشنبه په کابل کې خبریالانو ته وکړې او زیاته یې کړه چې د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړې له مخې د سرتېرو په اېستلو کار کوي.

د مېلر په خبره اوسمهال په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه ډېره لوړه شوې ده چې هېچا ته د منلو وړ نه ده.

ده وویل د روان تاوتریخوالي قربانیان افغانان دي او له طالبانو یې غوښتنه وکړه چې روان تاوتریخوالی کم کړي.

د ناټو ځواکونو عمومي قومندان وايي، د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت باید استفاده وشي او افغانان اجازه ور نکړي چې دغه موقع یې له لاسه ووځي.

نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې له افغانستانه د دوی د پوځیانو وتل په حالاتو پورې مشروط دي او طالبان باید د دوحې د تړون ژمنې عملي کړي.

جنرال سکاټ مېلر په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې په قطر کې د حکومت او طالبانو د سولې مرکچي ټیمونو د درې اونیو لپاره د ځنډ خبر ورکړی دی او ویلي یې دي چې د جنورۍ په پینځمه به د مذاکراتو دویم پړاو بېرته پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب