یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبدخشان کې سختې یخنۍ او توپان ۴ سرتېري مړه کړي

بدخشان کې سختې یخنۍ او توپان ۴ سرتېري مړه کړي

تاند (یکشنبه د قوس ۲۳) د بدخشان ځايي امنيتي چارواکي وايي، د سرحدي ځواکونو ۴ سرتېري د سختې یخنۍ له امله مړه شوي دي.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناء الله روحاني وايي، یادو سرتېرو غوښتل چې د تېرې جمعې په ورځ  له بهارک ولسوالۍ اشکاشم ته لاړ شي چې د اغرده کوتل په ساحه کې د توپان او سړې هوا له کبله یې ساه ورکړې ده.

د ښاغلي روحاني په خبره، دغه ۴ سرتېري د سرحدي ځواکونو د څلورم کنډک اړوند و چې زېباک ولسوالۍ کې يې دنده درلوده او نن یکشنبه یې جسدونه موندل شوي دي.

نوموړی زياتوي، مړه شوي سرتېري خپلو کورونو ته په رخصتۍ تللي و او کله چې جرم او بهارک ولسوالۍ نه بېرته دندو ته تلل، په لاره کې يخ وهلي دي.

د روحاني په خبره، د مړو شويو سرتېرو جسدونه تر واورو لاندې وو چې نن د شهدا ولسوالۍ ځواکونو او کلیوالو خلکو د اغرده کوتل په ساحه کې له واورو راويستي دي.

تر دې وړاندې هم په بدخشان کې د سختۍ یخنۍ له امله د امنیتي سرتېرو د مړینې راپورونه ورکړل شوي دي.

بدخشان د افغانستان یو له یخو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې ژمی یې تر نورو هغو دوامداره او ډېر سوړ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب