Homeخبرونهد پلازمېنې کابل سهار د راکټ په ډزو پیل شو

د پلازمېنې کابل سهار د راکټ په ډزو پیل شو

تاند (شنبه د قوس ۲۲) پر کابل ښار یو ځل بیا راکېټي برید شوی، عیني شاعدان وایي چې دا توغندي نن سهار په شپږ نیمو  بجو د پنځلسمې امنیتي حوزې د لب جر سیمې څخه د ښار پر مرکزي سیمو توغول شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د دوی لومړني معلومات ښيي چې نن سهار د کابل خیرخانې لب جر سیمې نه لس توغندي د ښار په نورو سیمو توغول شوي دي.

ددغه وزارت ویاند طارق ارین پر خپل ټوېټر لیکلي، دا توغندي له یوه سراچه ډوله موټر توغول شوي، چې درې یې د هوايي ډګر شاوخوا، پینځه د نهمې امنیتي حوزې اړوند ساحو او یو د نهمې امنیتي حوزې پر زن آباد سیمه لګېدلي دي چې هېڅ ډول زیان نه لري.

ښاغلي ارین زیاته کړې یو بل راکټ د خواجه رواش پر استوګنیځه سیمه لګېدلی چې یو کس پکې وژل شوی او بل ټپي دی.

دا په نژدې یوه میاشت کې دویم ځل دی چې د کابل ښار په مرکزي نقطو توغندیز بریدونه کېږي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددغه برید مسؤلیت نه دی منلی.

د روانې قوس میاشتې په لومړۍ نېټه هم د کابل ښار پر ځینو برخو توغندي توغول شوي وو، چې اته کسان پکې ووژل شول او ۳۱ نور ټپیان شول.

د یو بل خبر له مخې د کابل ښار د لسمې امنيتي حوزې آمر دويم څارن مسيح الله د عملياتو پر مهال د وسله والو له خوا وژل شوى دى.

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې مسيح الله پرون په کابل ښار کې د مجرمينو پر ضد د عملياتو پر مهال وژل شوى دى.

د ښاغلي صالح په خبره چې د مسیح الله قاتل حمید نومېږي، پولیسو د هغه پر کور عمليات کړي، خو هغه له سيمې تښتېدلى و.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين هم د لسمې حوزې د ټولي د امر وژنه تاييد کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...