یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد داعشي طالبانو د خبرداري په اړه امرالله صالح ته د شاه...

د داعشي طالبانو د خبرداري په اړه امرالله صالح ته د شاه حسین مرتضوي ځواب

تاند (شنبه د قوس ۲۲) د ولسمشر محمد اشرف غني فرهنګي سلاکار شاحسین مرتضوي د امرالله صالح د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، طالبان او داعش د افغانستان دښمنان دي او باید د شیعه ډلې د ویرولو هڅه ونشي.

ښاغلي مرتضوي نن شنبه په یو ټوېټ پیغام کې ویلي، معلومات باید په مسلکي بڼه نشر شي تر څو د دښمن له فکري جګړې سره مرسته ونه کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن سهار د شپږ نیمو بجو په امنیتي غونډه کې ویلي و چې «داعشي طالبانو» په یوه لیکلي پیغام کې خبرداری ورکړی چې که یې په کابل کې بندیان اعدام شي، نو کابل به د شیعه په مسلخ بدل او اختطاف شوي کسان به ووژني.

ښاغلي صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، ملي امنیت ته یې لارښوونه کړې، ټول هغه داعشي طالبان چې له دولت سره دي خپلو شبکو ته پیغام ورکړي چی دولت د دوی ټوله شجره پیژني.

نوموړي یو ځل بیا له قضایه قوې غوښتي چې دا کسان علني محاکمه کړي.

هغه دغه راز په ننګرهار کې د یوه خصوصي راډېو ټلویزیون د خبریالې او د ښځو حقونو د فعالې ملالې میوند وژنه د طالبانو کار بللی او زیاته کړې یې ده چې دغې ډلې ته «له اکوړه خټک څخه خپل بادار لارښوونه کوي چې د خلکو غږ چوپ کړي.»

بلخوا د ننګرهار ولایتي اداره وايي چې د مېرمن میوند قاتلان یې نیولي او تر څېړنو وروسته به له خلکو سره معلومات شریک شي.

خو د ملالې میوند کورنۍ او ځايي خبریالان له حکومت څخه د میوند د قاتلانو د علني محاکمې غوښته کوي.

ملاله میوند د تېرې پنجشنبې په ورځ په جلال آباد ښار کې هغه مهال له خپل موټر چلوونکي سره د وسله والو په برید کې ووژل شوه چې له کوره د دفتر په لور روانه وه.

له ملالې اته کاله وړاندې د هغې مور چې هغه هم د ښځو د حقونو فعاله وه د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب