جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهناټو له افغان پوځیانو سره سلګونه ټنه درمل مرسته کړې

ناټو له افغان پوځیانو سره سلګونه ټنه درمل مرسته کړې

تاند(شنبه، د قوس ۲۲) د ناټو سازمان تېره ورځ اعلان وکړ چې له افغان امنیتي ځواکونو سره یې د سلګونو ټنو درملو مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د شمالي اتلانتیک سازمان یا ناټو تېره ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا مرستې به د ناروغیو پر مهال او هم په وایروسونو د اخته کېدو د مخنیوي لپاره د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو وړتیاوي زیاتې کړي.

د ناټو د تدارکاتو او ملاتړ ادارې ویلي،  د درد ضد درمل، ویتامینونه، انټي بیټیکو، پلیو واکسین، عفویت ضد مایع او لومړنیو مرستو محمولې په څو ځانګړو الوتکو کې افغانستان ته رسېدلي او مرستې به دا میاشت هم روانې وي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ناټو ځینو چارواکو په غونډه کې له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړ.

دغه راز د ناټو سرمنشي په دې غونډه کې له افغان امنیتي ځواکونو تر ۲۰۲۴ کال پورې ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، چې تر راتلونکو څلور کلونو پورې به د امریکا په نه شتون کې له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب