پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهنړیوال بانک: افغانستان سره د ۸۵ میلیونه ډالرو مرسته کوو

نړیوال بانک: افغانستان سره د ۸۵ میلیونه ډالرو مرسته کوو

تاند(شنبه، د قوس ۲۲) نړیوال بانک له افغانستان سره د بیارغونې او عامه خدمتونو په برخه کې ۸۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.

نړیوال بانک په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، دا مرسته د نړیوال بانک او د افغانستان د بیا رغونې صندوق ۳۹۲ میلیون ډالر بستې یوه برخه ده چې د کورونا ویروس د منفي اغېزو د کموالي او پاکو اوبو ته د لاس رسې، حفظ الصحه او عامه خدمتونو د پیاوړتیا په موخه به مصرف شي.

دغه راز په راپور کې راغلې، د یاد ۸۵ میلیونه ډالري مرستو څخه ۵۰ میلیونه به يي د څښاک پاکو اوبو، حفظ الصحې او په دغه هیواد کې د جوړښتي مرستو د چمتو کولو پروژې لپاره او ۳۵ میلیونه ډالره به د افغانستان د ولسي تړون په پروګرام کې به ولګول شي.

په راپور کې یادونه شوې ده چې د پاکو اوبو، حفظ الصحې او بنسټیز ملاتړ پروژې به په کابل، کندهار او هرات ولایتونو کې د کورونا ویروس د خپریدو په ترڅ کې د اوبو رسونې د پروژو په پیاوړتیا کې د افغانستان له دولت سره مرسته وکړي.

نړیوال بانک په داسې حال کې نورې مرستې کوي چې یوه اونۍ وړاندې یې له افغانستان سره د کړو ۲۰۰ میلیونه ډالرو نیمایي درولې وې او ولسمشر ته یې په یو لیک کې ویلي و، چې د افغانستان بانک ورته د پیسو په اړه معلومات نه دې ورکړي نو دوی ۲۰۰ میلیونه ډالر مرسته ځکه ځنډوي.

نړیوال بانک زیاته کړې وه، چې ولسمشر دې خپله په دې برخه کې مداخله وکړي او یاده موضوع دې په جدي توګه وڅېړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...