یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+ستره شیطاني لوبه| جنرال دولت وزیري

ستره شیطاني لوبه| جنرال دولت وزیري

مشر شیطان به هره ورځ سهار خپلو شاګردانو ته دندې سپارلې او د ورځې په پای کې به يې له هر یوه د شوي کار او ماموریت پوښتنه کوله.

یوه وویل:

«نن مې دوه تنه سره په جنګ کړل، یوه هغه بل وواژه.»

دويم شیطان وویل:

«دوه قومونه مې سره په جنګ کړل، جګړه لا تر اوسه روانه ده.»

درېيم وویل:

«د میړه او ښځې تر منځ مې نفاق واچوه او ښځې يې له میړه طلاق واخيست.»

په همدې توګه ټولو خپل راپورونه وړاندې کړل، یو کوچنی او خوارونجوکی شیطان په یوه کونج کې غلې ناست و، مشر شیطان ترې پوښتنه وکړه؛

«تا څه وکړل؟»

 ده په ژړغوني غږ ورته وویل:

«زه خو ډېر کمزوری او ناروغ هم یم، زما له لاسه کوم ستر کار پوره نه و، یوازې یو کوچنی چې ښوونځي ته روان و، را ومې ګرځاوه او ورته ومې ویل چې ښوونځي ته تګ ګټه نه لري، هغه هم لاړ نه شو.»

لوی شیطان پر خپلو برېتونو لاس راتېر کړ، په داسې حال کې چې د بریا یوه موسکا یې پر خیرنو شونډو خپره شوه ویېو وی وویل:

«آفرين پر تا، تا له ټولو ستر کار کړی دی. تا له دوی علم او پوهه اخیستې ده، که چیرې په يوه ټولنه کی زده کړي کسان څومره زيات شي، ټولنه د پرمختګ پر لوري ځي، بيا موږ شيطانان په کې نه چليږو.»

 همغه و، چې د دې ورځې مدال يې همده وړوکي شیطان ته ورکړ.

وړوکي شیطان د دومره لوی انعام د ګټلو تمه نه درلوده او حیران شو، چې څومره کوچني کار یې څومره اهمیت لري.

«اوس هم شيطانان زموږ څخه د ټولنې وتلي او زده کړي کسان اخلي. نور مو خوښه، خو هوښياري په کار ده.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب