یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د فایزر واکسین د ځینو کسانو حسیاسیت پاروي

د فایزر واکسین د ځینو کسانو حسیاسیت پاروي

تاند – د بریتانیا د درملو د تنظیم ادارې هغو خلکو ته، چې شدید حساسیت لري، خبرداری ورکړ چې باید د کورونا ضد واکسین ونه کړي.

د بریتانیا د درملو او حفظ الصحې د تولیداتو د تنظیم ادارې د خپل هیواد د روغتیايي خدماتو چارواکو ته په دې اړه لارښوونه وکړه چې څوک باید د فایزر او بیو این ټیک کمپنیو کورونا ضد واکسین وکړي او څوک یې ونه کړي.

د دې ادارې په لارښوونه کې راغلي«هر هغه څوک چې له واکسین، درملو یا ځینو خوړو سره الرژي (حساسیت) لري باید د فایزر او بیو این ټیک واکسین ونه کړي.»

د بریتانیا د روغتیا د ملي ادارې رييس سټېفن پاویس وویل چې د کورونا ضد نوی واکسین هغو کسانو ته ښه نه دی چې د حسایست سابقه لری.

راپورونه وايي چې په بریتانیا کې څو تنو ته، چې له وړاندې یې حساسیت درلود، د فایرز او بیو این ټیک واکسین نور حساسیت پیدا کړی دی.

بریتانیا لومړنی هیواد دی چې د دغه واکسین تزریق پکې پیل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب