جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد هرات – خواف پټلۍ نن رسمأ پرانیستل شوه

د هرات – خواف پټلۍ نن رسمأ پرانیستل شوه

تاند(چهارشنبه، د قوس ۲۰) د هرات – خواف رېللار یا پټلۍ چې دواړه هېوادونه سره وصلوي نن رسمآ د ولسمشرغني او د ایران د ولسمشر حسن روحاني له لورې پرانیستل شوه.

په دې مراسمو کې چې په انلاین او حضوري بڼه جوړ شوي وو د دواړو هېوادونو ولسمشرانو په کې ویناوې وکړې.

د ایران او افغانستان ځینې چارواکو په دې مراسمو کې په حضوري بڼه ګډون کړی و او د ایران او افغانستان ولسمشرانو په انلاین بڼه په دې مراسمو کې ویناوې وکړې.

د ایرن ولسمشر حسن روحاني په دې مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، خوشحاله دی چې د نن د یوې داسې ورځې شاهد دی چې دواړه هېوادونه د یو توافق او هوکړې له مخې سره وصلېږي.

هغه زیاته کړه، نن د دواړو هېوادونو لپاره یوه تاریخي ورځ ده او د هرات خواف رېل پټلۍ له لارې به دواړه هېوادونه وکولای شي چې په خپل منځ او نورو هېوادونو ته صادرات ولري چې دا به دواړو هېوادونه ته ډېره ګټه ورسوي.

دغه راز د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم په دې مراسمو کې د ویډیو کنفرانس له لارې د وینا پر مهال وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هرات خواف رېل لاره یو لوی ګام دی او په وینا یې له دې لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه اړیکې او دوه اړخیزې کټې خوندي وي.

هغه زیاته کړه، دا یوه تاریخي ورځ ده چې دواړه هغه هېوادونه چې کلتور او ژبه یې سره یوه ده د تجارت او مسافرو د تګ راتګ لپاره سره وصلېږي.

دغه راز په دې مراسمو کې د ایران او افغانستان د ښارجوړونې وزیرانو هم ویناوې وکړې.

د ایران د ښار جوړونې وزیر د خپلې وینا پر مهال د یادې رېل لارې پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، دغه رېل پټلۍ په کال کې د ۶ میلیونه ټن توکو د وړلو توان لري.

هغه زیات کړه،  د دې لارې له خوا به وکولای شي چې په کال کې ۱۰ میلیونه ټن توکي ګاونډیو هېوادونو ته ولېږدوي او په وینا یې هڅه کوي چې تر راتلونکو څو کلونو پورې له دغې لارې وکولای شي تر ۵۰ میلیونه ټن توکي ګاونډیو هېوادونو ته ولېږدوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښارجوړونې وزیر وویل، له دې لارې کولای شي د دواړو هېوادونو له کاونډیو او اروپایي هېوادونو سره سوداګري وکړي او په وینا یې له دې رېل لارې کولای شي چې په کال کې یو میلیون مسافر هم ولېږدوي.
دغه راز په دې مراسمو کې د نورو چارواکو په خبره، د دې رېل پټلۍ له لارې به یو په روځ کې یو سفر له افغانستان یو له ایران کېږي.

د هرات خواف اوسپني پټلۍ د پرانیستلو مراسمو په ورستیو کې د ایران ولسمشر افغانستان ته مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه، دواړه هېوادونو ترټول ښه ملګري دي او په وینا یې د افغانستان بریالیتوب د دوی بریالیتوب دی د افغانستان غم د دوی غم او د افغانستان خوښي د دوی خوښي ده.

د یادو مراسمو کې په وروستیو کې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په فرمان سره یو رېل له روزنک څخه د ایران او بل رېل له روزنک د افغانستان په لور د ۱۴۰ کیلومتره حرکت وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب