داکتر رحیم الله سلیمانزوی
یوه پخوانۍ لنډۍ ده وایي:
طالبان نه دي ښاماران دي
د وظیفي پر ځای مې ګوتې کیمنډینه
دا لنډۍ ډیر پخوا د هغو طالبانو او چړیانو په باره کې ویل شوې چې طالبانو به په جوماتونو او هوجرو کې ژوند کاوو، طالبانو به په مدرسو او هوجرو کې دیني زده کړې کولې او تر ډیره یې د دین خدمت کاوو، په چا یې کار نه درلود. نه یې د پاچاهي تمه لرله، نه یې څوک وژل، نه یې څوک له ښوونځیو منع کول، نه یې ښوونځي سوځول، نه یې بهرني هیوادونه لیدلي ول او نه یې هم له بهرنیو استخباراتو سره ګوتې پټې کړې وې، ځکه خو خلکو هم ورته درناوی درلود.
خو دا څه وشول چې دا نسبتآ نیک خلک په بله واوښتل او د ګوتو پر ځای یې ټوپکو ته لاس کړ. یو علت یې هم د ثور بدمرغه کودتا او ورپسې د جهادي تنظیمونو لیونتوبونه ول. د ثور له کودتا وروسته لکه څنګه چې د دې کودتا کوونکو به ویل دا یو بنسټیز بدلون و، داسې بدلون چې په انسانانو کې یې هم منفي بدلون راووست. زموږ په میلیونونو هیوادوال نورو هیوادونو ته هجرت ته مجبور شول. په دې ډله کې داسې کسان هم ول چې نورو هیوادونو ترې پخپله ګټه ښه استفاده وکړه، دوی یې زموږ په وطن کې دجګړو او وینې تویولو لپاره په داسې روحیه وروزل چې هیڅ وخت یې پخپل وطن کې د وینو تویول هیر نه کړل. دوی یې داسې وروزل چې که په بل هیواد کې هرڅه وي دوی ته به ښه ښکاري خو پخپل وطن کې به هرڅه ته د کرکې په سترګه ګوري او هیڅوک به د دوی په ذهن مسلمان نه وي. د اسلامي حزب د ځینو غړو په اړه ویل کیږي چې دوی به چې پخپل منځ کې سره ناست و نو نور افغانان به یې مسلمانان نه بلل. که به یې د کوم داسې مجلس کیسه کوله چې هلته به دوه تنه د دوی د تنظیم او نور به عادي افغانان وو، نو ویل به یې چې مثلآ هلته دوه مسلمانان ناست وو او نور دا نور خلک وو.
طالبان هم همداسې وروزل شول د دوی په نزد ډیری افغانان له لارې وتلي دي، موږ ولیدل چې څنګه یې څو کاله وړاندې په هلمند کې یو کوچنی ماشوم د مور و پلار د سترګو په وړاندې په دار وځړاوه، موږ ولیدل چې څنګه یې زموږ په کلیو قومي مشران شهیدان کړل، موږ ولیدل چې څنګه د پښتنو سیمو تعلیمیافته کسان یو په بل پسې وژني، موږ ولیدل چې څومره ملایان یې بهرنیانو او د مجاهدینو اسلامي حکومت ته د جاسوسي په تور ووژل. موږ ولیدل چې څنګه یې د پاکستان په اشاره د انسانیت خدمتګار ناکامورا وواژه، نن یې یوه پتمنه پښتنه ژورنالسته ملامه میوند شهیده کړه.هره ورځ د یوه په خبره پوه افغان د مرګ خبر را رسیږي.
کابو څلیرویشت کاله دمخه په افغانستان کې د طالبانو واکمنیدل ډیر ډراماتیک و، ځکه چې له یوې خوا د تنظیمونو ظلمونو خلک پوزې ته را رسولي و او له بلې خوا طالبان هم په ټولنه کې د حق پلویانو په نوم مشهور ول، دوی تر واکمني دمخه تر خپل واک لاندې سیمو کې تر ډیره عدالت پلی کړی و، خو کله چې حکومت ته ورسیدل بیا یې هرڅه هیر کړل، پخپله د جګړې په یوه لوري بدل شول، خلکو ته د بیان ازادي نه وه د خلکو وهل ټکول او سپکول عادي چاره ګرځیدلې وه.یوازنۍ لاسته راوړنه یې د امنیت تآمین و، خو که د هغه وخت اختناق او له بلې خوا له هیواده او په تیره له کابله د خلکو تیښتې ته سړی وګوري، څرګندیږي چې که هر رژیم داسې وکړي د خلکو نورې ازادې سلبې کړي امنیت په اساني سره تآمینولی شي.
په هر صورت طالبان چې څنګه په چټکتیا راغلي ول، هماغسې په چټکۍ سره ولاړل، اوس یې چې د حکومت خوند لیدلی نو دادی بیا قدرت ته د رسیدو لپاره له هیڅ وسیلې مخ نه اړوي، خلک وژني، عامه شتمنیو ته زیان اړوي.ځکه خو یې اوس د تیر ځل محبوبیت هم له لاسه ورکړی، اوس د پخوا په څیر ډیری خلک ور سره ولاړ نه دي. خو د مرموزو بهرنیو کړیو او استخباراتي سازمانونو ملاتړ ورسره دی له پاکستان او ایران سره د طالبانو تړاو خو اوس د لمر غوندې څرګند دی خو د دې ترڅنګ هغه هیوادونه چې دوی ورسره د جګړې او جهاد خبرې کولې هم د دوی ترڅنګ ولاړ وو.
زموږ په یاد دي چې د امریکا د دفاع وزارت ویاند نهه کاله دمخه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دا راپور ومانه، چې په افغانستان کې د امریکايي توکو د لېږد د دوه اعشاریه یو ملیارد ډالري تړون یوه اندازه پیسې د وسله والو طالبانو لاسته ورځي.
او ورپسې هغه وخت د امریکا د هغه وخت د جمهور رییس اوباما مرستیال جو بایډن، چې اوس د امریکې منتخب ولسمشر دی، له خولې دا خبره ووتله چې(( طالبان پخپل ذات کې زموږ دښمنان نه دي او موږ د هغوی د ورک کولو نیت نه لرو زموږ دښمن القاعده ده چې له منځه به یې وړو))
تردې دمخه یوه امریکایي جنرال ویلي و، چې د امریکا متحده ایالات په لوی لاس په افغانستان کې طالبان پیاوړي کوي نوموړي لا هغه وخت له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د نیټې لا دمخه اعلامول هغه څه وبلل چې له مخې یې په افغانستان کې د افغان حکومت مخالفین پیاوړي کیږي هغوی ته دا تمه پیدا کیږي چې که امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي دوی به ډیر ژر واک ته ورسیږي
امریکایي جنرال هغه وخت له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو موضوع په افغانستان کې دطالبانو دپیاوړي کیدو یو لامل ګڼلی. وروستیو پرمختیاوو او له امریکا سره د طالبانو د دوحې تړون د دوی له مخه نقاب بیخي ایسته کړ.
خبره داده چې امریکا او نورو بهرنیانو ته دا مهمه نه ده چې دلته څوک حکومت کوي په یاد مې دي چې په افغانستان د طالبانو د واکمني په وخت کې د امریکې له ولسمشر څخه خبریال پوښتنه کړې وه چې تاسې د ایران د بنیادګرا حکومت خلاف یاست خو په افغانستان کې مو د طالبانو حکومت جوړ کړ او ملاتړ یې کوﺉ آیا طالبان بنیادګرا نه دي؟ هغه ورته ویلي و، چې طالبان ښه بنیادګرایی ده.
دوی ته دا هم مهمه نه ده چې زموږ ښوونځي ولي ورانیږي دا هم ورته مهمه نه ده چې زموږ خلک څومره له تمدنه او د نړۍ د پرمختګ له کاروانه لیرې پاتې کیږي. څوک چې یې په اشاره عمل کوي د هغوی ملاتړ کوي او دادی اوس طالبان حکومت ته د رسیدو په تمه سر ورته خوځوي.
امریکایان هم هره ورځ طالبانو ته د مشروعیت ورکولو هڅې کوي د دوی د بهرنیو سفرونو او په قطر کې د دوی ټول لګښتونه امریکا ورکوي .یعني طالبان اوس هغه پخواني طالبان نه دي که یې یو وخت د وظیفو(د خیرات ډوډۍ) پر ځای ګوتې ټینګولې اوس قدرت ته د رسیدو لپاره له هرې ممکنې وسیلې کار اخلي.
خو موږ افغانانو ته په کار ده چې د خپلې راتلونکې لپاره سوچ وکړو او بیا د بهرنیانو اوخود غرضو هیوادونو د استخباراتي لوبو ښکار نه شو ، اوس هر څه بربنډ شوي دي ، دلته اوس څوک د ازادي غوښتونکي حرکت ادعا نه شي کولای په هر صورت اوس چې په دوحه کې د افغان لوریو تر منځ د سولې ټکنۍ خبرې روانې دي هیله ده د بهرنیو غرضي کړیو له مداخلې پرته پخپله افغانان وکولی شي یوې پایلې ته ورسیږي او نور په مختلفو بهانو د افغانانو له وینې تویولو څخه لاس واخلي که هوس دی هم نور بس دی.
داسی خبری د سرچوک په کافو کی او د جوماتو په توده تبی باندی کیدلی سی. خو که څوک غواړی چه خپله لیکنه علمی کړی نو له تبلیغاتی خبرو نه تیریږی او یو میدانی تحقیق کوی ترڅو داسی مستنده لیکنه وکړی چه نه د هغه له سند څخه سترګی پوټیدای سی او دهغه له نتیجو څخه.
دالیکنه که ډیره ښه هم وبلل سی نو تبلیغاتی او پروپاګند.
دا چه د امریکایی اشغال اخرنی سولګی دی اوس نو باید اشغالخوښونکی کسان لیږ په سد سی او خپل پت دی نور نه شیندی. که نن او که سبا وی آزادی راځی. نو هر لیکوال باید خپله دینی او د ملی ضمیر په اساس دا څلویښت کاله د افغانانو له نظره وګوری نه د روسی، نه د پاکستان او ایران او نه د کفری فعلی اشغالګرانو.
که يو کس ادعا کوی چه تالبان د پاکستان او بل دولت مصالح غواړی نو باید سم علمی سند وړاندی کړی. که داسی ونسی نو مونږ هغه د استعمارډنډورچی بولو.
2+2=4
خو
ځینی برادران وائی چی په علمی توګه باید ثابته سی چی دوه + دوه = څلور
آخ وروره تراوسه چه افغانان د ساینس او میتماتیک (علم او حساب) فرق نسی کولای او د هغه د استعمال ځای نسی ټاکلای، نو افغانستان ته دی خدای خیر که.
میتماتیک اصلاً خپله د ټولو علومو د څرنګوالی د ټاکلو سره مستقیمه اړیکه لری
حتی انسانی علوم د میتماتیک په خمیره خمیر دی
شعر او موسیقی خو خپله یو ډول صوتی او کلامی میتماتیک دی
د تایخ او جغرافیا علم هم د میتماتیک په ګاڼه سمبال دی
منطق هم یو ډول میتماتیک دی
نو ۲+۲=۴+ سول؟
میتماتیک ساینس ندی. ساینس د شیانو او پیښو میدانی بحث ، هغه ته په ځیر کتنی او یا مطالعی ته ویل کیږی چه دهغوی وصف او نور اړخونه مالوم کړی. میتماتیک بیا د شیانو او دهغوی شمیر سره اړه لری چه په منطقی توګه منظم او کله ناکله واقعیت ته هم نګوری. کله لوجیک معقول وی او کله په میتماتیک باندی ولاړ خو غیر معقول وی. عربی فیلوسوفانو هغه ته سفسته ویلی چه یونانی ماخذ لری.
میتماتیک د بشری علومو په خدمت کی اچول کیږی خو هغه دا مانا نلری چه دوی یو واحد شی سی.
ژرنالیزم، جغرافیه، قانون، اقتصاد، اداره، انسان پیزندنه، سیاسی علوم، ارواپیزندنه، ټولن پیزندنه، او داسی نور په مدنی علومو کی راځی چه هغه له میتماتیک نه علاوه نور معیارونه لری. دهغه معیاری لیکنی لپاره اسنادو ته ضرورت وی چه یوه دعوه باندی ثابته او معتمده بلل کیږی.
همدا سبب دی چه مونږ د دی زمانی له داکتر نه غوښتی وو چه همدا فلس (جمع) د ټولنیز علومو په معیار ولیکی. که نه دهغه خبری کټ مټ د هیتلر د پروپاګند په څیر مالومیږی.
هیتلر یو وخت د نازی حزب د پروپاګند برخی مدیر وه او هغه پروپاګند د شرارت مهمه سلاح بللی وه. پروپاګند واقعی، نیم ریښتیا، او دروغ استعمالوی، په خپله خوښه ځینی مالومات غورځوی، د خلګو په روحیاتو باندی لوبی کوی، او هغه د یو مطلب لپاره او د خپل مرام لپاره استعمالوی.