جمعه, مې 17, 2024
Home+د نړۍ تر ټولو ګټور کومیډي فلم

د نړۍ تر ټولو ګټور کومیډي فلم

تاند- جوکر د نړۍ د کومیډي فلمونو په تاریخ کې د عاید له درکه تر ټولو ګټور فلم شو. دې فلم د روانې اوونۍ تر پیله پورې ۹۵۷ ملیون ډالره ګټلي وو.

یواکین فینکس په دغه فلم کې اصلي رول لوبولی دی.

دا فلم په ۹۰ ملیون ډالره جوړ شوی خو تراوسه پورې یې د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې د خپل مصرف ۱۵ برابره ګټه کړې ده او د کومیډي فلمونو په منځ کې د نړۍ تر ټولو د ډېر پلورل شوي فلم ریکارډ یې جوړ کړ.

ژر به د جوکر فلم خرڅلاو تر یو ملیارد ډالرو واوړي او هغه مهال به د (جراسیک پارک) فلم ریکارډ مات کړي چې تر دې دمه د نړۍ تر ټولو په لږ لګښت جوړ شوی خو ډېر پلورل شوی فلم دی.

جراسیک پارک په ۶۳ ملیون ډالره جوړ شوی او تر یو ملیارد ډالره زیاته ګټه یې کړې ده.

جوکر فلم یوازې د امریکا په متحدو ایالتونو او کاناډا کې ۳۱۲ ملیون ډالره ګټه کړې ده.

1 COMMENT

  1. مګر دا فِلم مثلاً شلغم غوندی دی چی ننداره یا خوړل ئی ګټور وی؟
    شاید دا بڼه ئی سمه وی
    د نړی تر ټولو فلمونو ډیر ګټونکی او کتونکی فِلم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب