استاد شهسوار سنګروال
کابل شاهانو د غزني له لويکانو سره د خپلوي اړيکې درلودلې خو کله چې الپتګين (۲۵۱هـ ۹۶۳ز) د يوه لښکر په مشرۍ په غزني بريد وکړ د لويکانو مشرلاويک(ابوبکر انوک) ته يې ماته ورکړه.
ډیرځله د اټک د نوم سره يوځای (ويهند) يادونه هم کېږي او ريښتيا هم چې دغه لرغونې سيمه په تاريخ کې وړ ځای لري او د اټک په څېر دغه سيمه هم د هند دروازه ګڼل شوې ده.
د افغانستان د تاريخي جغرافيې څرنګوالي په کتاب کې راغلي دي: «کله چې کابل شاهانو له صفاريانو او غزنويانو نه ماتې وخوړه نو بيا له کابل نه ويهند ته لاړل.تر هغې چې د اسلام دين دلته نه وو خپور شوی د ويهند واکمن کابل شاهان وه، چې وګړي يې د بودايي او برهمني مذهب پلويان او پيروان وو.»
کله چې د اسلام لښکرې لومړی کابل او بيا تر ويهنده (۱۵۲هـ ۷۶۹ز) پورې ورسېدې. (د کابل او سېند له لارې د مسلمانانو لښکرې هند ته ننوتلې دي) د ګندهارا يوه مهمه پلازمېنه ويهند يي وينو …،د الفسټن له انده چې د هند په تاريخ کې هم يادونه شوې ده (۲۶۰ مخ) وايي کله چې سېند مېشتو عربو د ځايي اوسېدونکو له وېرې افغانانو ته پناه يووړه نودوی يې له بريدکوونکو نه وژغورل ، دا هغه مهال دی چې محمد بن قاسم د مرکزي حکومت په بلنه له سينده وتلی وه ،دا ځکه د عربو اړيکې د خلافت له پلازمېنې سره پرې شوې وې او مرکز په خپله بدمرغيو کې ډوب وو.
د پښتنو د واک او ځواک په اړه چې په دغه سيمه کې يې درلود ميرغلام محمد غبار کښلي دي: «د راولپنډي، اټک او جيلم تر مينځ چې ګنداري پښتانه ودان وو، نو دغه وخت کې ويهند د ګندهاره يوه نامتو پلازمېنه وه او د غه وګړي د اسلام د سپېڅلي دين له خپرېدو د مخه دلته مېشت او ودان وو…
همدا ډول له دې سربېره د ګندهارا د هېواد په اړه او د مېشتو افغانانو په تړاو په ياد شوي کتاب کې دا هم راغلي دي: د ګندهارا د سيمې د اټک دواړه غاړو ته د اوسېدونکو افغانانو په لړ کې يو هم دلازاکيان وو. چې ددغو پښتنو يوه څا نګه د اسلام د دين له خپرېدو د مخه دلته استوګنه وه.
اوس هم دغه وګړي په پښتو ژبه ګړېږي، ولې له بده مرغه چې د برهان سيمې اوسېدونکي چې په خټه پښتانه دي زما د معلوماتو له مخې چې دغې سيمې ته ورغلی وم اوس په پښتو ژبه نشي ګړېدلی خوپه دې وياړي چې دوی پښتانه دي.
د تېرو خبرو په تړاو ويلی شو چې همدغه لامل وه چې ګڼ شمېر افغانان په دغه سيمه کې د يوه ځواکمن ټبر په توګه موجود وو، چې په تاريخي او ملي کارنامو کې ونډه درلوده او په ټولنيزو چاروکې وړ ځای ترلاسه کړی وه.
د ويهند او ملتان پادشاه، راجه جيپال او پښتانه
د دغې سيمې په دغه ټاکلي پړاو کې يو نامتو واکمن راجه جيپال وو، د ده د واکمنۍ په مهال افغانا نو په ويهند او ملتان کې دومره شتون درلود چې په سيمه ييزو پېښو کې يې ټاکلی ځای درلود.
همدا لامل وه چې د غزني تګيانو د بريدونو په وړاندې ودرېدل او بيا يې په کلکه له راجه جيپال نه وغوښتل چې د تګيانود تېريو مخه په ټينګه ونيسي چې نور پښتانه ونه ځپي. يا له ملتانه راواخله تر ويهنده او له اټکه نيولې تر لغمانه پورې واک دوی ته وسپاري.
راجه جيپال چې وليدل له يوې خوا د تګيانو بريدونه دي او له بلې خوا د پښتنو ټينکاردی چې دی بايد د دغې پراخې سيمې امنيت ټينګ کړي. نو د خپلې بېوسۍ له بابته دېته اړ شو چې د واک لمن د کشمير او د پنجاب نورو سيمو ته وغوځوي او دغه سيمه له ملتانه راواخله تر لغمانه پورې پښتنوته پرېږدي.«موږ په فرشته کې لولو ؛ا ټوک ۲۹ مخ ۷۶۶ م کال … ؛جيپال چې د غزنويانو قدرت سره مخامخ شوی وه نو بيايي افغانانوسره پرېکړه وکړه چې په لغمان کې مېشت شي…چې بيا تر پېښور راغلل… او په خیبر کې کلا جوړه کړه.»
پښتانه مشران په خپلو کې جرګه شول او يو له بل سره اړیکې تينګې کړې او د بېلابېلو خېلونو او قومونو مشرانو پرېکړه وکړه چې د خپل نامتو مشر شيخ حميد لودي په شاوخوا را ټول شي …که څه هم پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ په خپل يو کتاب کې داسې کښلي دي:
«کله چې د سپتګين لښکرو دغه سيمه لاندې کړه شيخ حميد يې د ملتان والي وټاکه.»
حال دا چې پښتنو دغه جرګه د يوه منظم تشکيل لپاره دتګيانو د بريدونو د مخنيوي لپاره جوړه کړې وه ولې پوهاند عبدالشکور رشاد د «حيات سلطان محمود» کتاب د دوه سوه دريم (۲۰۳) مخ په حواله په خپل نامتو کتاب لودي پښتانه کې ليکلي دي:
«د څلورمې هجري پېړۍ په نيمايي کې د «روه» او کسي غره لمر ختيځ پلو ته د راجه جيپال پادشاهي له کشميره څخه د ملتان د پاچهي تر سرحده او له چنابه څخه تر کابل يا لغمانه پورې را اوږد شوی او پايتخت يې ويهند وو.» که چېرې د پوهاند رشاد خبره منو نو بيا خو د فرشته ياده شوی سنه چې ګنې جيپال په ۷۶۶ ميلادي کال پښتنو سره جوړه وکړه دتا مل وړده .خو لودي مشرانو نيمه (۵۰ کاله) پېړۍ په ملتان او د ملتان شاوخوا سيمو حکومت وکړ چې بنسټ يې د شيخ حميد لودي لخوا ټينګ شوی وه. د لوديانو حکومت د افغانستان د ټولواک غزنوي سلطان محمود (۳۸۷ – ۴۲۱) لخوا په ۴۰۱ هـ کال ړنګ شو.
دپوهاند کاکړدا خبره راته د تامل وړ ښکاري چې شيخ حميد لودي ګنې د سبتګين لخوا ټاکل شوی، داځکه چې پښتنو راجه جيپال دېته اړ کړی وه چې پښتنو ته واک وسپاري .په همدې بنسټ راجا په دې سلا شو چې له ملتانه ترلغمانه د ټول روه او د کسي غره سيمې د پښتو منلي مشر شيخ حميد لودي په غاړه واچوي. وروسته پېښو دا وښوده چې حقيقت همداسې وه نوځکه غزنوي محمود په بې رحمۍ دوي دومره وځپل چې په هغه مهال کې ساری نلري. هغه دا چې سلطان محمود دومره خپله توره په دغو پښتنو وچلوله چې لاس يې د وينو له بابته د تورې په موټي سرېخ شوی وه بيا يې د تودو اوبو په اچولو لاس له تورې جلا شو.
د افغانانو د واکمنۍ بله پلازمېنه:
که څه هم لودي مشر شيخ حميد له الپتګين نه وروسته د يوه ليک په ترڅ کې له سبګتګين نه وغوښتل چې د ملتان په واکمنۍ بريدونه ونکړي دا ځکه چې دواړه لوري پوځونه مسلمانان دي.
سبګتګين د ده د ليک هرکلی وکړ او د سلطان محمود تر واکمنۍ پورې لودي پښتنو سلطان نصر لودي(د شيخ حميد زوی) او سلطان داود لودي (د نصر لودي زوی) د شيخ حميد پاچاهي وساتله. خو کله چې دغه واکمنۍ پای ته هم ورسېده، افغان نوابانو د هند د نيمې وچې يو شمېر سيمې پخپله ولکه کې وساتلې.
له ملتان نه پرته د افغانانو د واک نورې سيمې د زابل نه را واخله تر کيسي او بيا د سليمان غره شاوخوا پورې وې .د پښتنو دغه مرکز هم دومره پياوړی وه چې تر دېره يې خپله کورنۍ واکمني ساتلې وه، د پښتنو دغه لرغونې سيمه د افغانستان په لرغوني تلريخ کې د سليمان يا کسي غرو هغه پراخې لمنې دي چې اوږدوالی يې د شپږ سوو کيولو مترو شاوخوا کې اټکل شوی دی.
په دغه لرغونې سيمه کې له ډېرې پخوا نه يو شمېر بېلابېل پښتانه قومونه او خېلونه ودان دي.
د ملتان لودي پښتانه په سر کې شيخ حميد لودي، نصر لودي، شيخ رضي لودي، داود لودي، سليمان لودي، ملک شاهو لودي او په سلګونو نور، همدا راز له کلات نه نيولې تر سليمان يا کيسي غرو لمنو پورې چې کوم پښتانه لويان اوشيخان واکمن وو شيخ بيټنی او د ده د کورنۍ غړي، غرغښت، سړبن او د دوی زوزات د بېلګې په توګه يادولی شو.
دغه پښتانه مشران نه يوازې د ملتان پورې پښتنو، د کسي او سليمان غرونو په شاوخوا کې د استوګنو پښتنو پلرونه ګڼل کېږي. همداراز د غور د غرونو په شاوخوا کې د مېشتو پښتنو نيکونه هم ګڼل شوي دي.
د دغو پښتنو قومونو په لړ کې يو هم د غور سوري پښتانه وه چې له اسلام نه د مخه وګړي د «زوري» په نوم هم يادېدل. د هرات شمال لوېديځ پلو ته د بادغيش شاوخوا سيمو کې استوګن وه.
د افغانانو د واکمنۍ دريمه پلازمېنه:
د افغانانو د واکمنۍ او استوکنې دريم مرکز د مارګينا سيمه وه (مروه يا مرغاب) چې د اسلام له سپېڅلي دين نه د مخه دلته سوري ټبر چې د لودي (دروایتي شجرې له مخې) زوزات ګڼل کېږي واکمن وو.
دوی نه يوازې په يادې شوې سيمې واک چلولی دی، بلکې د خراسان په ځنو سيمو، هرات، تخارستان، د غور په غرونو کې د واک څېښتن وو او د (غرشاه) په نوم يادېدل.
دوی لومړی په ماهويانو او وروسته په شنسبيانو ياد شول. د دوی ځای ناستی سوري فولاد او بيا امير کروړ ډېر مشهور شول.
فردوسي د ماهوي سوري او د (زوري) بت يادونه هم کړېده. هيون څنګ (په ۶۰۳زکال )دغه بت د (شونا) په نوم ياد کړی دی چې سترګې يې د ياقوتو وې او وزن يې (۱۸۰) کيلو ګرامه سرو زرو ته رسېده.
د دغو وګړو په اړه يو شمېر څېړونکو کښلي دي.«له اسلام نه د مخه دغه کهاله د تخارستان، غور، هرات او د خراسان په غرو کې حکمراني کوله او د غرشاه په لقب يادېدل. د دې کهول لرغونی افسانوي شخصيت (ضحاک) دی… د تاريخ سوري په حواله سهاک ګڼلی شي.»¬
د سوري ټبر يو بل مشر د خرنک زوی شنسب (د شين اسپ په نوم هم ياد شوی) دی. د منهاج السراج په روايت د فخرالدين مبارک شاه د نسب نامې نومي کتاب په حواله نوموړي د حضرت علي(رض) په مهال د اسلام دين ومانه او بيا د خليفه لخوا دغه ټبر ته بيرغ ورکړ. نوځکه تاريخ پوهان وايي چې د غور لومړنی پادشاه شنسب دی.
د شنسبيانو د کورنۍ واکمنو په بېلابېلو په مروې، غور، باميانو، تخار او يو شمېر نورو سيمو کې حکومت کړی دی.
امير پولاد غوري د ده له زامنو څخه دی چې د غور په شاوخوا سيمو يي واک چلولی او ان د ابو مسلم مروزي ملاتړ ته يې هم ور دانګلي وو. د ده د حکومت پلازمېنه د غور مندېش.
امير کروړ چې د پښتو ژبې پياوړی شاعر هم وه او په ۱۵۴ لېږديز کال چې د۸۰۰ زېږديز کال سره برابر وه د پوشنګ په جنګ کې ومړ او له ده وروسته بيا زوی يي امير ناصر په غور، بست، زمينداور او يوشمېر نورو سيمو حکومت کړی دی.
منهاج السراج د دې کورنۍ د يوه بل واکمن يادونه هم کړېده چې هغه (بنجي) د نهاران شنسبي زوی ګڼل شوی دی او د هارون الرشيد (۱۷۰هـ ۷۸۶ز) معاصر وه.
د صفاريانو د واکمنۍ په مهال د شنسبيانو د کورنۍ بل امير چې د غور په بنديش کې واکمن وه امير سوري نومېده. نوموړي ورو ورو د خپل واک لمن تر غزني پورې پراخه کړه، ولې کله چې سبګتګين ځواکمن شو نو بيا يې په غور بريد وکړ ولې بيا هم د سوريانو کورنۍ واکمني خوندي وه.
د سلطان محمود غزنوي د واک په مهال د غور امير محمد سوري وه. ولې د سلطان د بريد له مخې د «اهنګران» په کلا کې کلابند شو. په پای کې د سلطان په لاس کې پرېووت او له خپل زوی «شيش» سره غزني ته په لاره (۴۰۵ هـ ـ ۱۰۱۵- ۱۰۱۴) ګيلان ته په څېرمه يې زهر وخوړل او ساه يې ورکړه.
غزنويا نو د افغانانو په مرکزونو (د غزني لويکان – د ملتان لوديان – د غور سوريان) مرګوني ګوزارونه وکړه او ډېر افغانان يې ووژل، ولې بيا هم د دوی واک او ځواک يې اوبه نشو کړی .دا ځکه چې د سلطان محمود او په ټوله کې غزنويانو د واکمنو په لښکرو کې بيا هم ډېر شمېر افغانان وه.
وايي هغه مهال چې غزنوي محمود په سومنات بريد کاوه نو د مور په سپارښتنه يې د لښکر ډېری وګړي پښتانه وه. پښتنو د کميسونو لمنې په خپلو کې غوټه کړې او سومنات يې لاندې کړ.