یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهروسیه وايي، د اوکراین له لوري د افغان هیلي کوپترو ترمیم غیرقانوني...

روسیه وايي، د اوکراین له لوري د افغان هیلي کوپترو ترمیم غیرقانوني دی

تاند(یکشنبه، د قوس ۱۷) د روسیې د ایم آی ۱۷ الوتکو جوړوونکي شرکت چارواکو اوکراین تورن کړ چې په غیرقانوني ډول د افغانستان د هوايي ځواک ایم آی ۱۷ څرخکې ترمیموي.

د روسي رسنیو د راپور له مخې، د روسیې د (Mi-17V-5) هیلي کوپترو شرکت د دوشنبې په ورځ وویل چې اوکراین د الوتکو د ترمیم شرکت په غیر قانوني ډول Mi-17V-5 څرخکې ترمیموي او په دې توګه د هغو امریکايي او افغان سرتېرو ژوند له خطر سره مخامخوي چې له دغو هیلي کوپترونو کار اخلي.

دا شرکت زیاتوي، له معلوماتو سره سم، د افغان هوايي ځواک دوې (Mi-17V-5) څرخکې اوکراین ته رسېدلي چې د اوکراین د (MotorSich) او (Aviakon) شرکتونو له لوري ترمیم شي خو دا کار غیرقانوني دی.

روسي شرکت وايي چې د خپلو څرخکو د ټولو چارو د مصونیت او خوندیتوب مسوولیت لري او بل څوک باید دا هیلي کوپترونه ترمیم نه کړي.

پخوا دا هیلي کوپترونه په روسیه کې ترمیم کېدل خو وروسته له دې چې روسیې د اوکراین کریمیا ټاپو له خپلې خاورې سره یوځای کړ، د امریکا کانګریس یوه طرحه تصویب کړه چې پر اساس یې باید د امریکا پیسې روسي شرکتونو ته ورنه کړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب