دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونههند به ژر د شاه توت بند د جوړولو قرارداد لاسلیک کړي

هند به ژر د شاه توت بند د جوړولو قرارداد لاسلیک کړي

تاند(یکشنبه، د قوس ۱۷) هند وايي، ژر به د افغانستان له حکومت سره د شاه توت بند د جوړېدو قرارداد لاسلیک کړي.

د دې بند د جوړېدو اعلان هند په جینیوا کې د افغانستان د مرستو په نړیوال کنفرانس کې هم کړی و.

د شاه توت بند د جوړېدو په صورت کې به د کابل ۲ ملیون ښاریانو ته د څښاک پاکې او صحي اوبه برابرې شي.

هندي رسنۍ وايي چې دا به د دغه هیواد په مرسته په افغانستان کې دوهم بند وي چې جوړېږي. تر دې وړاندې هند په هرات کې د سلما بند، چې اوس د هند او افغانستان د دوستۍ بند بلل کېږي، جوړ کړ.

په هند کې د افغانستان سفیر ظاهر قادري د ځوانو مشرانو د کنفدراسیون له لوري ترتیب شوي انلاین غونډې ته وویل«شاه توت بند به د هند له لوري جوړ شي او افغانان به لاره ورته هواره کړي. موږ ډېره هیله لرو چې ژر دا کار پیل شي. دواړه هیوادونه به ژر موافقه لاسلیک کړي.»

ده همداراز وویل چې دا پروژه د افغانستان په تېره بیا د کابل ښاریانو لپاره خورا مهمه ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر تېره میاشت په جینیوا کې د افغانستان د مرستو په نړیوال کنفرانس کې وویل چې هند به د شاه توت بند جوړ کړي چې ۲ ملیونه کابل ښاریانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.

تر دې وړاندې هند د افغانستان د ملي شورا ودانۍ او د زرنج – دلارم د لویې لارې په ګډون ګڼ شمېر وړې او لویې پروژې په خپل لګښت له دې سره سره جوړې کړې چې د هند د یو ملیارد او ۳۵۰ ملیوني نفوس لویه برخه لا هم بېوزله ده.

هند هر کال زرګونه ټنه غنم افغانستان ته ورکوي. سږ کال دې هیواد له افغانستان سره د ۷ لکه ۵۰ زره ټنه غنمو او ۲۰ ټنه درملو مرسته کړې ده.

شاه توت بند د کابل په للندر سیمه کې جوړېږي. للندر د کابل ولایت د چهاراسیاب ولسوالي په یوه ښکلې او شنه دره کې دی. دې بند ته اوبه د پغمان له اوونۍ درې څخه په کابل سین کې بهېږي.

د دغه بند د جوړېدو په صورت کې به د عمراخان کلا، چهارکلا، کوز ګذر، برګذر، لکڼ خېل، سیدخېل، اسمان کلا، کارېز، د صاحبزاده ګانو کلا او ګڼ نور کلي نه یوازې پاکې اوبه ومومي بلکې کرنیزې مځکې به یې برې خړوبې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب