شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد پوهنې وزارت؛ د ښوونځیو له لومړي تر درېیم ټولګي جوماتونو ته...

د پوهنې وزارت؛ د ښوونځیو له لومړي تر درېیم ټولګي جوماتونو ته لیږدوي

تاند ( یک شنبه، د قوس ۱۶) د پوهنې وزارت مسوولانو ویلي چې د دغه وزارت د نوې طرحې پر بنسټ به له دې وروسته د ټولو ښوونځیو له لومړي تر درېیم ټولګي پورې زده کوونکي خپلې زده کړې په جوماتونو کې کوي.

د یاد وزارت په خبره جوماتونه هم د زده کړو په اېکوسیسټم کې داخل شوي دي.

د پوهنې وزارت وایي، دا کار به د دې لامل شي چې زده کوونکي لا ډېر په اسلامي روحیه سمبال شي.

د پوهنې وزارت مسوولان وایي دوی دا کار په غوره اسلامي روحیه د زده کوونکو د سمبالښت لپاره کړی دی.

تر اوسه روښانه نه ده چې دا سیسټم به څه ډول عملي کېږي خو یاد وزارت څرګنده کړې چې د دې طرحې عملي کولو لپاره یو جامع پلان ته اړتیا ده چې ژر به ترتیب او تطبیق شي.

ځینې نظرخاوندان هم د دې پرېکړې هرکلی کوي او وایي په دې سره به روزنیزه برخه پياوړې او د ښوونځیو د ورانولو او د زده کړو د مخنیوي پلمه پاتې نه شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب