تاند ( یک شنبه، د قوس ۱۶) د فایزر امریکایي شرکت ویلي چې،په دې وروستیو کې په هند کې کورونا ویروس په ډېرې چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی.
د راپورونو له مخې یاد شرکت ویلي چې د هند حکومت باید ژر تر ژره دوی ته د واکسین د وېش جواز ورکړي.
هند په نړۍ کې د کورونا د مثبتو پېښو له اړخه دویم هېواد دی.
سره له دې چې د هند حکومت خپل تدابیر لري خو بیا هم کورونا په دې هېواد کې د چټکې پراختیا په حال کې ده.
بل لورته د هند حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه راز برېتانیا بیا تېره اونۍ د فایزر شرکت ته د واکیسینو د وېش جواز ورکړی او په روسیه کې هم نن د روسیې جوړ شوي واکسین په عملي توګه وېشل کېږي.
د نړۍ نورو هېوادونو هم د امریکايي او روسي واکسین د اخیستلو لپاره خپلې غوښتنې د یادو هېوادونو کمپنیو ته سپارلې دي.
کورونا ناروغي تر ټولو ځپونکې ناروغي وه چې ټوله نړۍ یې ولړزوله او لاهم د خپرېدو په حال کې ده.
روغتيا پالان بیا د روغتیايي لارښوونو عملي کول د دې ویروس د مخنيوي ښه لاره بولي.