پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهګورجستان دمي سرتېري رالېږي خو؛ بلجيم یې وباسي

ګورجستان دمي سرتېري رالېږي خو؛ بلجيم یې وباسي

تاند (یک شنبه، د قوس ۱۶) بلجیم راتلونکي میلادي کال کې له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو ایستلو پرېکړه کړې ده.

د بلجیم د دفاع وزیر لودیوین د دونر لیمبرګ وېب پاڼې ته ویلي چې،نور یې په افغانستان کې د ځواکونو ماموریت پای ته رسېدلی او راتلونکی کال به خپل ټول سرتېري له دغه هېواده وباسي.

نوموړي زیاته کړې دوی سر له اوسه له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستلو ته په چمتوالي بوخت دي.

بلجیم د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې ۷۰ سرتېري لري چې افغان ځواکونو ته د روزنې او سلا مشورې دنده پر غاړه لري.

په ورته وخت کې بیا د ټرینډ نیوز ایجنسي په يوه راپور کې وایي چې ګورجستان یو شمېر تازه دمې سرتېري له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغان ځواکونو ته د سلا مشورې لپاره افغانستان ته رالېږي.

د ياد هېواد ولسمشر سلیوم زوربیشویلي افغانستان ته د ماموریت په موخه راتلونکې لس کسیزې ډلې ته په خبرو کې ویلي چې، دوی له خپلو متحدینو سره په سلا مشوره خپل سرتېري افغانستان ته لېږي.

زوربیشویلي زیاتوي دوی هڅه کوي په دې سختو شرایطو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه خپله ژمنتیا ثابته کړي.

هغه خپلو سرتېرو ته په افغانستان کې د بریالي ماموریت او په سالمه توګه بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو هیله کړې ده.

1 COMMENT

  1. کوم هېواد چې تاسو د جورجیا په نوم یاد کړی ، افغانان یې د ګرجستان په نوم پېژني ، د قفقاز د غرونو په جنوبي برخه کې پروت دی. ګرجستان د پخواني شوروي اتحاد یو جمهوریت وو چې د آسیا په لوېدیز او د اروپا په ختیز کې د تورې بحیرې په غاړه واقع دی . پلازمېنه یې تبلیسي او ولسمشر یې سالومې زورابیشویلي دی . نفوس یې 3.731 میلیونو تنو ته په 2018 کال کې رسېده . مساحت یې 69700 کیلومتره او خلکویې په څلورمه میلادي پېړۍ کې عیسوي دین قبول کړی چې د ارتودکس کلیسا پیروان دي ، البته 10 سلنه مسلمانان هم پدې هېواد کې ژوند کوی چې اکثریت یې آذري نژاده خلک دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب