چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+ماته بېړۍ او زورورې څپې

ماته بېړۍ او زورورې څپې

د دیني افراطیت د ریښو او نښانو راسپړنه

لیکوال: محمد محق

ژباړونکی: ډاکتر محب زغم

د جهاد ډولونه:

که جهاد طلب په دې معنا چې د نامسلمانانو ملکونه فتح او بیا اسلام په کې ترویج کړي، نن سبا د کولو نه دی، نو د جهاد نور ډولونه شته چې باید یې وکړو؟ قرضاوي وايي چې جهاد یعنې: «د حقیقت او ښېګڼې په لاره کې په ځان، مال، عقل، او ژبې سره هلې ځلې، او په دې لحاظ دا د لمونځ او روژې په شان مناسکي عبادتي چاره نه ده، بلکې داسې عبادت دی چې په نیت پورې تړلی دی، سره له دې چې {د فقهې په نظر، اساساً د عبادتونو په ډله کې نه، بلکې} د معاملاتو په ډله کې حسابېږي.» (هماغه اثر: ۷۰) دا چې هغه جهاد په معاملاتو کې حسابوي، نه په عبادتونو کې، په فقهي لحاظ مهم کار دی او فقیهانو ته په دې موضوعاتو پورې د اړوندو مسایلو د بیاکتنې او بیا څېړلو اجازه ورکوي. بیا به فقیهان مجبور نه وي چې د جهاد له احکامو سره په تعبدي ډول چلند وکړي.

قرضاوي په همدې برخه کې، د جهاد اړوند مسایل په دوو برخو وېشي، یوه یې ثوابتي ده چې په اړه یې مناقشه نه شو کولی او د مسلمان په توګه یې باید ومنو، او بله یې هغه متغیرات دي چې خپل ځای یې نویو ښکارندو او پېښو ته ورکړی دی او په اوسنۍ زمانه کې یې د جهاد پر مفهوم سیوری غوړولی دی. د ده په نظر: «ځینې متغیرات لکه {پر دې باندې نړۍواله اجماع چې} جنګ بد دی، سوله منلې ده، نړۍوال میثاقونه او تړونونه راپیدا شوي دي، د نړۍوالو بنسټونو جوړېدل، د ملي دولتونو د حاکمیت درناوی، او د جنګ د ماهیت او بڼې بدلېدل … موږ مجبور کړو چې د وسله‌وال جهاد قضیه، هغسې چې زموږ په زمانه کې تصور کېږي، په امانتدارۍ او په څرګنده ژبه راوسپړو او مناقشه ورباندې وکړو او اغېزې او تبعات یې په محلي، سیمه‌ییزه او نړۍواله کچه بحث ته واچوو.» (هماغه اثر: ۴۰-۴۱) دلته لکه څنګه چې یې وینو، د ملي دولتونو حاکمیت ته احترام لازم ګڼي، خو مخکې مو ولیدل چې دی وايي که دولتونه د دې خنډ شي چې خلک یې اسلام ته راوبول، نو له هغوی سره جګړه جایزه ده.

قرضاوي د جهاد ثوابت په څو مرتبو تقسیموي: لومړی له نفس سره جهاد، دوهم له شیطان سره جهاد، دريم په اسلامي ټولنه کې له ظلم او منکر سره جهاد، څلورم له ژبې او وینا سره جهاد، پنځم مدني جهاد، شپږم وسله‌وال جهاد.

قرضاوي د جهاد درېمه مرتبه، چې په اسلامي ټولنه کې کېږي، هغه مقاومت ګڼي چې د ظالمو حاکمانو، اخلاقي فسق او فساد، بدعت او فکري انحراف، او همدارنګه د مرتد شویو کسانو په مقابل کې کېږي. قرضاوي ارتداد په څو ډولونو وېشي: ډله‌ییز ارتداد، د حاکم ارتداد، او پټ ارتداد.

قرضاوي هغه ارتداد نه یادوي چې معنا یې له اسلام دین څخه په ښکاره بل دین ته اوښتل دي، بلکې منظور یې هغه کسان او ډلې دي چې د قرضاوي او سیاسي اسلامکارو په باور، له اسلام څخه منحرف شوي دي. هغه وايي: «او عجیبه دا ده چې ځینې دغه ډلې له خپل ښکاره ارتداد سره هڅه کوي چې لا هم د اسلام نوم ورباندې وي چې د اسلام د ورانولو او د اسلام د دعوتګرانو د شړلو لپاره وکاروي، او د دې لپاره چې خلک له هغوی سره د مسلمان په حیث سلوک وکړي، حال دا چې هغوی پر اسلام ملنډې وهي او له دننه څخه یې نړوي. ځینې یې هڅه کوي چې د دیندارۍ جامې واغوندي. دوی جعلي دینداري بابوي او چلباز مشران یې ځانونه [دحکومت مشرانو ته] ورنژدې کوي، دوی هماغه منافقان دي چې ورته عود او عنبر لګوي، او د دین د عالمانو جامې اغوندي، حال دا چې دین ورنه بېزاره دی! دا هغه کسان دي چې خلک یې درباري یا استخباراتي عالمان بولي! دلته بیا وضعیت پېچلی کېږي، ځکه چې څوک به پر هغوی د ارتداد شرعي حد جاري کولی شي؟ بلکې څوک به پر هغوی د کفر فتوا ورکولی شي؟ دلته نو د مسلمانانو له عمومي افکارو او د هغوی له اسلامي وجدان پرته، بل هېڅ ځواک نه پاتې کېږي. دا هماغه ځواک دی چې رهبري یې د آزادو وګړو، دعوتګرانو، او اهل فکر په لاس کې ده؛ دا هماغه ځواک دی چې که مخه یې په زور ونیسي او یا لارې ورباندې بندې کړي، په آخر کې په داسې اور شیندونکي بدلېږي چې د مرتدو طاغوتانو په وړاندې به زبزبانده شي او دارې به وکړې.» (هماغه اثر: ۲۰۵-۲۰۶) داسې ښکاري چې د قرضاوي لحن په دغه ځای کې د ابو عبدالله المهاجر لحن ته نژدې کېږي. له بلې خوا، دا معلومه نه ده چې کله دی آزاد وګړي، دعوتګر او اهل فکر یادوي، منظور یې څوک دي، ځکه چې دا کُلي تعبیر دی او هره ډله ځان همداسې ګڼي. 

قرضاوي همدا بس نه بولي، بلکې پر هغو کسانو برید کوي چې د ده په نظر، په پټ ارتداد ښکېل دي او په یرغلیز لحن وايي: «دلته مې باید هېره نه شي چې د ارتداد یوه بل ډول ته اشاره وکړم. دا ډول ارتداد د ښکاره ارتداد غوندې خپل مخ نه ښيي ځکه چې تر دې لا زیات چالاکه دي چې خپل کفر برالا او بې پردې ښکاره کړي، بلکې په رنګارنګو پوښونو یې پوښي او عقلونو [او روحونو] ته لاره ورکوي، لکه بدن ته د بیماریو لاره کول، دا هماغه فکري ارتداد دی چې هره ورځ یې نښې نښانې زموږ سترګو ته درېږي لکه خپرېدونکې ورځپاڼې، وېشل کېدونکي کتابونه، خرڅېدونکې مجلې، خپرېدونکې ویناوې، د ټلویزیونونو خپرونې او سریالونه، بابېدونکي دودونه او رواجونه، او پلې کېدونکي قوانین. دا پټ ارتداد زما په نظر، تر ښکاره ارتداد لا خطرناک دی … [!] دلته [د مؤمنانو] موکده فریضه د فکري ارتداد په وړاندې مقاومت او د هغوی د دعوتګرو پر ضد د هغوی په خپله وسله مبارزه ده … [لکه] د آسماني او ځمکني ادیانو مطالعه، د لیبرال سیکولریزم مطالعه، د مارکسیزم د فلسفې مطالعه، د پوزیتویزم د مکتب مطالعه، د معاصرو فلسفو مطالعه، د ادبیاتو، روزنې، انساني او اجتماعي علومو د مختلفو مکتبونو مطالعه.» (هماغه اثر: ۲۰۶ – ۲۰۹)

قرضاوي چې کله د پټ ادتداد په باره کې خبرې کوي، لحن یې توند او یرغلیز دی خو په ډاګه نه وايي چې دا وګړي او بهیرونه څوک دي. ځینې نمونې چې دی یې یادوي، ډېرې پراخې دي او ډېر لیکوال، خبریالان، هنرمندان، تحلیلګران او … رانغاړلی شي. دی سره له دې چې پر توندلارو ډلو نیوکې کوي، خو بیا هماغه شور او غوغا چې توندلارې ډلې یې د خپل تشدد د توجیه لپاره کاروي او اکثره وګړي مرتد ګڼي، قرضاوي هم هماغه نارې په بله بڼه تکراروي. لکه څنګه چې یې وینو، قرضاوي دلته په تناقض کې ښکېل شوی دی، په یوه ځای کې له خلکو او ډلو سره د خشن فیزیکي ټکر پلوی نه دی او له هغوی سره په فکري وسلې سره مقابله غوره ګڼي، خو په بل ځای کې بیا غواړي چې پر دغو ډولو او خلکو د عامو وګړو غوسه راوپاروي او هغوی ته جزا ورکړي. هغه په دې پوښتنې پسې سر نه ګرځوي چې که څوک یا کومه ډله په اسلامي ټولنه کې په ارتداد تورن شي، په تېره بیا هغسې چې پخپله هم وايي چې ارتداد ښکاره هم نه وي او څوک یې رسماً مرتد ونه شي بللی، نو له هغوی سره به څه وشي. دا ډول خبرې د یاغي خشونت او تشدد لاره نه هواروي؟ د دې سبب نه کېږي چې هره ډله بیا هر څوک مرتد وګڼي او په وژلو یې لاس پورې کړي؟ خلکو ته د دې موضوع حواله کول به د صحرايي محکمو سبب نه شي؟ دا کار د توندلارو جهادي ډلو له چلنده څه توپیر لري؟ کېدای شي قرضاوي ووايي چې موږ د هغوی د وژلو پلوي نه یو او همدا به بس وي چې په ټولنیز لحاظ د هغوی حیثیت ټرور شي، بې له دې چې وینه یې تویه شي. خو هر څوک چې د د دیني ټولنو روحیه ورمعلومه وي، پوهېږي چې په ديني لحاظ د چا د شخصیت ټرورول او د کفر او ارتداد ټاپه پرې لګول به ژر یا په ځنډ د هغه د فیزیکي قتل او ټرور سبب هم شي. قرضاوي ښه پوهېږي چې د ده د کتاب تر تألیف یوه لسیزه مخکې، همدغه کار چې ده او ملګرو یې پیل کړی و، د دې سبب شو چې د تېرې پېړۍ په نویمه لسیزه کې د مصر څو نامتو لیکوال او متفکران ووژل شي یا حمله ورباندې وشي او یا د وطن پرېښودو ته اړ شي. دې ته ورته کارونه په پاکستان، بنګله‌دېش، ترکیې، ایران او ځینو نورو هېوادونو کې هم شوي دي.

له فکري مخالفانو سره دا ډول چلند او هغوی د تکفیر او ارتداد په وسلې ویشتل، سړي ته دا تصور ورکوي چې ګواکې د دغو منځلارو او هغو توندلارو بهیرونو تر منځ چې د اسلامي ټولنې د رهبرۍ پر سر سخته سیالي سره لري، یو ډول ملګرتیا وي. ګواکې دوی به په داسې ځایونو کې په خپلو منځو کې خپلې دندې وېشي چې د مخالفانو د ځپلو د بهیر یوه برخه به سیاسي په اصطلاح منځلاري اسلامکاري په غاړه اخلي، او بله برخه یې توندلارو اسلامکارو ته پرېږدي. په بله وینا، یوه ډله یې حکم امضا کوي او بله یې اجرا کوي. منځلاري اسلامکاري هغه کسان چې بل وړ فکر کوي، په ارتداد، له دیني ارزښتونو سره په دښمنۍ، او له دننه څخه د اسلام په راپرځولو تورنوي او دا تور په ټولنه کې دومره زیات خپروي چې د دوی په خپله وینا، د اسلامي ټولني په عمومي وجدان کې منفور شي. کله چې کوم څوک یا کومه ډله دې ځای ته رسېږي چې په عمومي افکارو کې د کرکې او غوسې وړ شي، نو بیا د توندلارو ډلو وار رارسېږي چې هغه کسان چې مرتد او دین دښمني پېژندل شوي دي، ووژني. کله چې مصري لیکوال ډاکټر فرج فوده همدا رقم ووژل شو، شیخ غزالي په محکمه کې د قاتلانو په ګټه شهادت ورکړ او ویې ویل: «دوی هغه کس وژلی دی چې [هغه اساساً] مباح الدم او مرتد او د وژلو وړ و، او دوی په حقیقت کې د امت له اوږو څخه د شرعي ګناه بار لرې کړی دی، او یوازینی تور چې دغه زنداني شوي ځوانان یې باید حساب ورکړي، د حد د تطبیق په برخه کې د حکومت په قلمرو کې مداخله ده، او په اسلام کې د حکومت په چارو کې د مداخله کوونکي لپاره د کومې جزا وړاندوینه نه ده شوې… بې له شکه چې په ټولنه کې د مرتد شتون، لکه هغه میکروب دی چې خپل زهر شیندي چې خلک له اسلام څخه لرې کړي، او دا واجبه ده چې حکومت داسې کسان ووژني، او که حاکم دا کار ونه کړ، نو بیا عام خلک د دې کار د ترسره کولو دنده لري.» د دې کیسې تریخ طنز دا دی چې کله قاضي قاتل پوښتي چې ولې دې قتل کړی دی؟ هغه وايي ځکه چې د اسلام دین ته سپکاوی کړی و. قاضي پوښته کوي چې په کوم کتاب کې یې؟ هغه وايي زما د لوستلو سواد نشته چې کتابونه یې ولولم! قاضي وايي نو څنګه پوه شوې چې اسلام ته یې سپکاوی کړی دی؟ هغه وايي چې عالمانو دا خبره کړې وه. (۷) تر دې تریخ طنز یې لا دا دی چې تقریباً دوه لسیزې وروسته، مشهور عراقي لیکوال او فقیه، ډاکټر طه جابر العلواني، په یوه ټلویزیون کې وویل چې تر هاغې پېښې وروسته یې له شیخ غزالي سره د ارتداد په اړه بحث کړی و او هغه ویلي وو چې په اسلام کې د ارتداد لپاره حد نشته! علواني وايي چې له هغه مې پوښتنه وکړه چې ولې په محکمه کې شهادت ورکړ او فرج فوده دې د ارتداد په وجه مهدور الدم وباله؟ غزالي ویلي وو «که مې دا کار نه وای کړی، هغه ځوانان به وژل کېدل» [!] یعنې د خپل لیدلوري خلاف یې ادعا کړې وه چې مرتد د اسلام په نظر، د وژلو دی. دا په دې چې د فرج فوده قاتلان له مجازاتو وژغوري!

بېرته به د «جهاد په داخلي کچه» بحث ته راوګرځو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب