Homeخبرونهپاکستاني مامورینو له افغانستانه ۲ قاچاق کېدونکي یږان په تورخم کې ونیول

پاکستاني مامورینو له افغانستانه ۲ قاچاق کېدونکي یږان په تورخم کې ونیول

تاند(دوشنبه، د قوس ۲۴) پاکستاني چارواکي وايي چې په تورخم کې د دوی ګمرکي مامورینو پرون (یکشنبه) د یږ دوه بچوڼي، چې له افغانستان څخه راوړل کېدل، نیولي دي.

په تورخم کې د پاکستان د ګمرک ريیس اکبرعلي خان وویل، دا یږان یې له یوه پلي مسافر سره، چې پاکستان ته روان و او هغه یې په یوه بوجۍ کې پټ کړي وو، نیولي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، نیول شوي یږان د پېښور ژوبڼ ته وسپارل شول.

له افغانستان څخه بازان، ګوربتان، زمریان او نور نادر مارغان او ځناور په قاچاقي ډول پاکستان ته وړل کېږي.

په تېرو ۴ لسیزو کې له افغانستان څخه لسګونه زره نادرې قلمي نسخې، لرغوني اثار او قیمتي ډبرې پاکستان او نورو هیوادونو ته په قاچاق وړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...