سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهروسیه وايي، په کابل کې چاودنې یو روسی دیپلومات برسېرن ټپي کړی

روسیه وايي، په کابل کې چاودنې یو روسی دیپلومات برسېرن ټپي کړی

تاند- چهارشنبه، د قوس۱۲) په مسکو کې د روسیې د باندنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د دغه هیواد یو دیپلومات هغه مهال په کابل کې برسېرن ټپي شو چې د موټر په لاره کې یې د چاودېدونکو موادو چاودنه وشوه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زاخاروفا د سې شنبې په ورځ په مسکو کې خبریالانو ته وویل، کوم کسان چې په موټر کې سپاره ول، لږ څه ژوبل شوي دي.

زخاروفا وویل، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت باور لري چې چاودېدونکي مواد په کابل کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په لاره کې اېښودل شوي وو، خو په عین حال کې د روسي اتباعو پر ضد د تروریستي برید احتمال نه ردوي.

د روسیې حکومت له افغانستانه غوښتي چې د دې پېښې په اړه پوره څېړنه وکړي.

دا په تېرو نژدې ۲۰ کلونو کې لومړی وار دی چې په افغانستان کې پر روسانو برید کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب