Homeخبرونهد شمالي ولایتونو طالبانو له پاکستانه د خپل یوه مشر قوماندان د...

د شمالي ولایتونو طالبانو له پاکستانه د خپل یوه مشر قوماندان د خوشي کېدو غوښتنه وکړه

تاند- چهارشنبه، د قوس۱۲) د افغانستان په شمال کې د طالبانو د نظامي محاذونو قوماندانانو په یوه اعلامیه کې له پاکستانه غوښتي چې د دوی مهم قوماندان قاري صلاح الدین خوشي کړي.

د شمالي ولایتونو (سمت شمال) د نظامي محاذونو د قوماندانانو او مسوولانو له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې، چې تاند ته یې راستولې ویل شوي چې پاکستان د افغانستان د شمال د لسګونو محاذونو قوماندان قاري صلاح الدین د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د ماسپښین په یوه بجه په کوټې ښار کې نیولی او تر دې دمه بې درکه دی.

په خبرپاڼه کې راغلي«قاري صلاح الدین د افغانستان په شمال کې د اسلامي امارت له بانفوذه قومندانانو څخه دی چې د لسګونو نظامي محاذونو او ډلګیو مسوولیت په غاړه لري. قاري صلاح الدین د دې تر څنګ چې د سولې د روانې پروسې له ملاتړو څخه دی، د امارت په ځینو چارو او کړنو نیوکې لري او د اصلاحاتو غوښتونکی دی.

صلاح الدین د تېرې شنبې د سهار یوه بجه (د نومبر ۲۸مه) د پاکستان په کوټه ښار کې د پاکستاني امنیتي کسانو له خوا نیول شوی دی او تر دې دمه نادرکه دی.»

د راپورونو له مخې، تر دې پخوا هم پاکستان د طالبانو د قطر د دفتر د اوسني مشر ملابرادر په ګډون ګڼ طالب قوماندان، چې سولې ته یې لېوالتیا ښوولې نیولي او اکثره یې د تل لپاره تري تم کړي دي.

د افغانستان په شمال کې د طالبانو د محاذونو د قوماندانانو او مسوولانو په اعلامیه کې هم د سولې پروسې ته په اشارې ویل شوي«د قاري صلاح الدین اړوند ټول نظامي او ملکي مسوولین د پاکستاني مقاماتو له خوا د هغه نیول کېدل یوه غلط فهمي ګڼي او له هغوی څخه غواړي چې د نوموړي د تعذیب او شکنجې څخه ډډه وکړي او بې له ځنډه یې خوشې کړي؛ ځکه په دې حساس وخت کې د هغه نیول کېدل به د هېواد د سولې پروسه له ننګونو سره مخ کړي.»

د طالبانو رسمي ویندویانو او د قطر دفتر تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...