Homeخبرونهخوست کې د پاکستان د اغزن تار غځولو مخه نیول شوې

خوست کې د پاکستان د اغزن تار غځولو مخه نیول شوې

تاند(شنبه، د قوس ۸) د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې، پاکستاني ځواکونه په سیمه کې د اغزن تار غزولو هڅې کوي، خو ولس ورته اجازه نه ورکوي.

ځايي مشران وايي چې، دا مهال په بېلابېلو سیمو کې تر ۶۰۰ پورې قومي ساتونکي ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ځای پر ځای شوي دي.

دوی وايي د قومي پرېکړې له مخې د سیمې هر وګړی اړ دی چې د مقابل لوري تجاوز ته ځواب ورکړي.

د سیمې خلک له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې له خپلې خاورې د دفاع په خاطر دوی ته وسلې او مهمات ورته ورکړي.

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې امنیتي ځواکونو هر وخت د جګړو د شدت پر مهال سیمې ته ځانونه رسولي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د تاسیساتو د جوړولو هڅه کوي بلکې له دې وړاندې هم څو څو ځله یې په ورته عمل لاس پورې کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...