پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهوسله والو په تخار کې یوه امیدواره مېرمن او دوه سړي وژلي

وسله والو په تخار کې یوه امیدواره مېرمن او دوه سړي وژلي

تاند (پنجنشبه د قوس ۶) د تخار ځايي چارواکي وايي، نامعلومو وسله والو په دغه ولایت کې درې کسان وژلي.

د والي ویاند جواد هجري وايي، دغه کسان چهارشنبه ماښام شاوخوا ۰۵:۰۰ بجې د فرخار ولسوالۍ په شینګان سیمه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره په وژل شویو کسان کې یوه امیدواره مېرمن او دوه سړي شامل دي، خو ددې پېښې په اړه یې تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه د پېښې علت نه دی روښانه شوی.

د تخار پولیس وايي چې په دې هکله یې پلټنې پیل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...