جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeجنرال وزیريد نااهل دوستي د خره سپرلي ده| دولت وزیري

د نااهل دوستي د خره سپرلي ده| دولت وزیري

وايي: د یوه سړي او يوې یږې سره ټینګه ملګرتیا وه. سړي به تل کوښښ کاوه چې یږه خوشحاله وساتي. د يږې د خوښۍ له پاره به يې تل ښه او خواږه خواړه برابرول، بیا به يې هغې ته ور وړل او ډیره به يې نازوله.

یږې به هم د سړي په څیر ورته کار کاوه، خپل ملګري سره به يې د لرګیو په ټولولو او ګيډي په تړلو کې خورا مرسته کوله. ځینې ورځې به يې لا ملګری غره ته نه و را رسيدلاي چې یږې به ورته لرګي ټول کړي وه او ګيډي به يې هم ورته برابر کړی و..

د ورځو نه یوه ورځ چې د یږې ملګري ډیر ستړی و، یږې ته يې وویل: زه غواړم ویده شم او خپله ستړیا به په خوب وباسم، ته به را ته لرګي را ټول کړي او ګيډي به هم وتړي.

سړی ويده شو او یږې ژر ژر لرګي راټول کړل، ګيډي يې هم وتاړه. له دې سره يې خپله دنده سر ته ورسوله. نوره راغله او د خپل ملګري سر ته کښیناستله. سړی لا ويده و، په دی وخت کی يو مچ د يږې د ملګري پر مخ کښیناست. یږې د لاس په ښورولو څو ځلي مچ د خپل ملګري له مخ څخه وشاړه، خو مچ د تروو مچ او ډیر شله و، شرم يې په سترګو کې هيڅ نه و. مچ بیا او بیا دا عمل تکرار کړل او د یږې د ملګري پر مخ کښیناست.. یږې ته غوسه ورغله او د مچ څخه د کسات په فکر کې شوله. لاړه او يوه غټه ډبره يې راواخيستله او د خپل ګران ملګري پر مخ يې مچ پری وویشت. له دی سره يې د ملګري ماغزه، مچ او د دوي تر منځ خوږه ملګرتيا د تاريخ کندې ته ور ولیږله.

څه ښه وايی: (( د نا اهل سره دوستي د خره سپرلي ده. ))

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب