جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد کندهار امنیتي چارواکي وايي د ارغنداب سقوط شوې سیمې یې بېرته...

د کندهار امنیتي چارواکي وايي د ارغنداب سقوط شوې سیمې یې بېرته نیولي

تاند (جمعه د عقرب ۱۶) د کندهار امنیتی چارواکي وايي د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ سقوط شوې سیمي یې بیرته له وسله والو طالبانو څخه نیولي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي رسنیو ته ویلي، چې  ارغنداب ولسوالي یې نن د وسله والو له شتون څخه پاکه شوې او د له لارو کوڅو څخه د ماینونو د ایستلو تصفیه روانه ده.

په دغه ولسوالۍ کې شاوخوا لس ورځې جګړه روانه وه طالبانو د ارغنداب تر سیند پورې ټولې سیمې نیولې وې.

دا چې د جګړو له امله خلک له خپلو کورونو وتلي و، امنیتي مسولان وايي په څو ورځو کې به اجازه ورکړي چې خپلو کورونو او باغونو ته بېرته ستانه شي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

بل خوا د کندهار نظامي شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ګډو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هوايي ځواکونو په ملاتړ په ارغنداب، میوند، پنجوایي، ژړۍ او یو شمېر نورو ولسوالیو کې چاڼیز عملیات کړي، چې پر مهال یې ۸۸ طالبان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، په دغو عملیاتو کې د طالبانو ۱۷ میله بېلا بېل ډوله وسلې هم له منځه وړل شوي او افغان ځواکونو ته پکې کوم زیان نه دی اوښتی.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي دغه ادعاوې بې بنسټه بولي او وايي، چې دوی ته په کندهار او نورو سیمو کې هېڅ تلفات نه دي اوښتي.

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راپدېخوا د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده. راپورونه وايي د جګړو له امله څه باندې ۱۵ سوه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب