جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کابل ښار په اتمه ناحیه کې اته پایې سیم باکسونه نیول...

د کابل ښار په اتمه ناحیه کې اته پایې سیم باکسونه نیول شوي

تاند (جمعه د عقرب ۱۶) د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) وايي، چې امنیتي ارګانونو د کابل ښار په اتمه ناحیه کې اته پایې سیم باکسونه نیولي.

ددې ادارې د عامه اړیکو ویاند سعید شینواری وايي، له دغو سیم باکسونه چې د سلام، افغان بیسیم او اتصالات مخابراتي شرکتونو له سیمکارتو پکې استفادې کېده په یوه کور کې نصب شوي وو.

د نوموړي په خبره ددې سیم باکسونو په نیول کېدو سره د ملیونونه افغانیو د ملي او خصوصي عوایدو د غلا مخه ونیول شوه.

ښاغلی شینواری زیاتوي، چې اترا ادارې تر اوسه پورې له ۵۰۰ زیات سیم باکسونه نیولي او په تړاو یې یو شمېر کسان هم د قانون منګولو ته سپارلي دي.

سیم باکس الکترونیکي وسیله ده چې په استفادې سره یی یوه هیواد ته بین المللي ټلیفوني مکالمې منحرف کېږي، دغه راز عواید غلا او د ټلیفوني مکالمو امنیت ته ګواښ جوړولی شي.

2 COMMENTS

  1. ای بیده دولته حکومته څه وخت به دا جنایت کاران ختمیږی جزا جزا او بیا هم جزا۰
    دا لوی جنایت دی چه دعامه شتمنی غلا ته ددشمنانو په مرسته لاری پیدا کوی
    ښه به دا وی چه یو څو جنایت کاران په عام مخضر کښی اعدام کړی۰
    څو جنایت کاران په عامه مخضر کښی د خلکو په وړاندی وشرموی قانونی سختی جزاکانی ورکړی
    هله به د فساد مخنیوی وشی مننه

  2. سلامونه او احترامات..

    غله، داړه ماران، مافیا، زورواکي، شرابیان، قماربازان او نور مضر اشخاص نیول، محکمه کول او بیا اعدام کول په دي دیموکراسۍ کښي ډیر، ګران، ستونزمن سخت او د حکومت له وسه لري کار دی، بیا خو حقوق زن، حقوق بشر زیانمنيږي، اسلام او دیموکراسي ۱۰۰٪ د یوبل خلاف دي، اسلام الهی اوامر، دیموکراسي د بنده په لاس او خوښه جوړ شوی قانون…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب