جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا انتخابات: د جو بایډن بری یقیني ښکاري

د امریکا انتخابات: د جو بایډن بری یقیني ښکاري

تاند(جمعه، د عقرب ۱۶) د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو شمېرل لا هم دوام لري او پر له پسې د جوبایډن د رایو شمېر په ډېرېدو دی.

په دې وروستیو شېبو کې ټرمپ تر ټولو په مهم پاتې ایالت پینسلوانیا کې هم وړاندې شو. دا ایالت ۲۰ الیکترول رایې لري.

بایډن په جورجیا ایالت کې هم تر خپل سیال دونالډ ترمپ وړاندې دی.

جورجیا ۱۶ کالج الیکترول رایې لري. که په دې دوو ایالتونو کې د بایډن بری یقیني شي د ده الیکترول رایې ۲۸۹ ته رسېږي. حال دا چې د بري لپاره ۲۷۰ رایو ته اړتیا لري.

له بلې خوا فیسبوک پرون د دونالډ ترمپ د پلویانو یو ګروپ، چې شمېر یې زرګونو کسانو ته رسېده، ډیلیټ کړ.

ټویټر د ښاغلي ټرمپ پر دې ټویټ دا ټاپه وهلې چې «ښايي منحرفوونکې معلومات ولري.»

ټرمپ ویلي، په هغو ټولو ایالتونو کې محکمو ته شکایت کوي چې سیال یې ترې زیاتې رایې وړي دي.

ټرمپ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د ټاکنو پروسه منصفانه نه ده. د ټرمپ ټاکنیز ټیم غواړي چې په څو ایالتونو کې د رایو د شمېرلو بهیر ودرول شي.

د میشیګان ایالت د محکمې قاضي د ډونالډ ترمپ د انتخاباتي کمپاین د غړیو دا شکایت رد کړ چې ګنې جمهوریپالو د الیکترونیکي رایو پر شمېرلو څارنه نه لرله.

قاضي وویل چې دا شکایت د چهارشنبې په مازدیګر او د وروستنیو رایو تر شمېرل کېدو یو ساعت وړاندې شوی دی.

2 COMMENTS

  1. بایدن چې اوس هر څه وکړي خو ګلمرجان یې نه مني. بایدن باید ګلمرجان ته ۵۰ فیصده ونډه ورکړي پرته له هغه ګلمرجان به بیل خکومت اعلان کړي ههههههه.

  2. یادو نوماندانو غوښتنو او ستونزو حل لپاره باید له افغانستان څخه دوه درانه منځګړي ( حامد کرزی او سیاف) ولیږل شي ترڅو ټاکنیزو ناندرو ته د پای ټکی کیښودل شې هههههه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب