پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد پاکستان یوې محکمې د علي وزیر د نیولو امر کړی

د پاکستان یوې محکمې د علي وزیر د نیولو امر کړی

تاند(جمعه، د عقرب ۱۶) د خیبر پښتونخوا دبنو سیمې یوې ځایي محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر دنیولو امر کړی.

علي وزیر وایي د روانې میاشتې په ۱۵ نیټه د پښتون ژغورنې غورځنګ په شمالي وزیرستان کې د نا امنیو له امله ستره ولسي غونډه کوي نو ځکه ددغه غونډې نه وړاندې کله محسن داوړ او کله هم دده د نیولو امر ورکول کیږي.

په علي وزیر تور لګول شوی چې د پاکستان د حکومت پر ضد وینا کوي او دخلکو د راپارولو هڅه کوي.

علي وزیر ویلي، څوک یې مخه نشي نیولی او خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان له لورې پښتانه مشران ځورول کیږي بلکې له دې وړاندې هم د پښتنو د ځورولو لپاره ورته چلند ترسره کیږي.

1 COMMENT

  1. اوس چې پنجابیان د نوازشریف تر مشرۍ لاندې په پوځ پسې را پورته شوي او وایي چې: یې جو دهشتگردي هې- اسکې پیچې وردي هې، له همدې امله تورمخی پوځ ډېر پریشان شوی او غواړي چې د دا سې غونډو مخنیوی وکړي. پاکستان په اقتصادي توګه په ډېر بد حالت کې دی او انشاالله چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به دړې وړې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب