پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهعطا محمد نور: که طالبان وژلو ته دوام ورکړي، په مقابل کې...

عطا محمد نور: که طالبان وژلو ته دوام ورکړي، په مقابل کې به یې وسله راواخلي

تاند (جمعه د عقرب ۱۶) د افغانستان د اسلامي جمعيت ګوند اجرایوي رئیس عطا محمد نور په قطر کې د سولې خبرو ته په اشارې سره وايي، چې طالبان په خپل نفس کاذب باور لري او فکر کوي چې په ډېرې اسانۍ سره به واک ته ورسېږي.

ښاغلي نور چې نن یې په کابل کې د ولسي جرګې د پخواني غړي سید مصطفی کاظمي د ۱۳ تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، که طالبان له وژلو لاس وا نه‌ خلي، اړ دی چې د هغوی په مقابل کې وسلې ته لاس کړي.

نوموړي طالبانو ته په خطاب کې وویل، چې له جګړې لاس واخلي او په ریښتني توګه سوله وکړي.

د ښاغلي نور په وینا چې افغانان د هغې سولې غوښتونکي دي په کومه کې چې د نظام لاسته راوړنې خوندي وي.

عطا نور طالبانو ته وويل: «نه کېږي چې تاسو وژل وکړئ او موږ ووايو چې سوله زيانمنېږي او سر ټيټ ونيسو او زموږ غاړه تاسو په توره پرې کوئ.»

د هغه په وینا چې سوله په زاریو نه کېږي او ګواښ یې وکړ، که حالات همداسې دوام وکړي د پخوا په څېر به د طالبانو پر وړاندې جګړه پیل کړي او زیاته یې کړه چې ددغې ډلې په مقابل کې به خلک قیام وکړي.

د جمعیت ګوند مشر وايي: «طالبان پر نفس کاذب باور لري او فکر کوي ټولو ته يې ماته ورکړې او په فاتحانه توګه به افغانستان ته د ننه کېږي.»

عطامحمد نور د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې د افغانستان د دولت پلوی دی او نه غواړي پايې يې ولړزوي، خو په خبره یې چې دولت خپله غواړي خپلې پايې لړزېدلي حالت ته يوسي.

هغه دغه راز زیاته کړه، چې اوسمهال داعش ډله په افغانستان کې فعالیت نه لري او کومې پېښې چې کېږي د طالبانو او یا ددوی پورې اړوند کسان یې تر سره کوي.

عطا محمد نور وايي، که څه هم د سولې خبرو تر اوسه کومه سمه پایله نه ده ورکړې، خو زیاتوي دا خبرې به هغه وخت بریالۍ شي چې ټولې طرحې او برنامې یو ځای او مذاکرات مخته لاړ شي.

1 COMMENT

  1. جنرال صاحب استاد مخترم عطامحمد خان سلامو علیکم
    جنرال صاحب عبدارازق شهید رفیق شما بود امروز در قندهار جنګ شدید است۰
    جنګ را باید مزاح فکر نه کنم۰ نظر به مسولیت خود وقت ان است کد درمقابل دشمن
    استاد شویم دفاع کنیم نه ګذاریم که جنګ تا دهن دروازه برسد۰ تشکر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب