پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهچارواکي وايي کندهار کې ۸۸ طالبان وژل شوي

چارواکي وايي کندهار کې ۸۸ طالبان وژل شوي

تاند (جمعه د عقرب ۱۶) د کندهار ځايي چارواکي وايي، چې ګډو ځواکونو ددغه ولایت په بیلابېلو ولسوالیو کې له ۱۰۰ زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کندهار د نظامي شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هوايي ځواکونو په ملاتړ عملیات کړي دي.

د اعلامیې د معلوماتو له مخې، ګډو ځواکونو په ارغنداب، میوند، پنجوایي، ژړۍ او یو شمېر نورو ولسوالیو کې چاڼیز عملیات کړي، چې پر مهال یې ۸۸ طالبان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، په دغو عملیاتو کې د طالبانو ۱۷ میله بېلا بېل ډوله وسلې هم له منځه وړل شوي او افغان ځواکونو ته پکې کوم زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راپدېخوا د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده. راپورونه وايي د جګړو له امله څه باندې ۱۵ سوه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي دي.

1 COMMENT

  1. د افغان ملی اردم او پولیسو موفقیت له ربه غواړم۰
    سرلوړی دی وی افغان دفاعی قواوی دا د خاوری ساتونکی
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب