جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهپولیس وايي، کابل کې یې د سوداګریزو بارونو باج اخیستونکې ډله نیولې

پولیس وايي، کابل کې یې د سوداګریزو بارونو باج اخیستونکې ډله نیولې

تاند (جمعه د عقرب ۱۶) د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو هغه وسله واله ډله نیولې چې د کابل په ارغندي سیمه کې یې له سوداګریزو بارونو یا محمولو باج اخیسته.

ددې وزارت ویاند طارق ارین وايي، دغه یوولس کسیزه ډله ارغندې دورازې ته نږدې د پولیسو په یو لړ پېچلو عملیاتو کې ونیول شوه.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، پولیسو دغه کسان له ۷ میله وسلو سره یو ځای نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار د امنیت د سمون چارو مسؤلیت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته سپارل شوی دی او د جنايي جرمونو پر وړاندې مبارزه د پخوا په پرتله ګړندۍ شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...