نن پنجشنبه (د لړم ۱۵مه) د بغلان پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانګې له لوري د نوبتي او پینځلس ورځنیو مشاعرو او ادبي ناستو په لړ کې « د پېړۍ وروستی خزان» تر نامه لاندې ځانګړنې مشاعره تر سره شوه.
په دغه مشاعره کې چې د ادبیاتو پوهنځي او پښتو څانګې د مشرانو، استادانو او ګڼو محصلانو تر څنګ په کې ازادو فرهنګیانو او شاعرانو هم ګډون کړی و، شاعرانو د سولې، ټولنیزو ناخوالو، کابل پوهنتون وروستۍ پېښې د قربانیانو، مینې او راز و نیاز د نړۍ په اړه خپل شعرونه وړاندې کړل.
دا مشاعره د قاري سمیع الله حقاني له لوري د قران کریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه او ورسره سم د ادبیاتو پوهنځي د مشرتابه له لوري د کابل پوهنتون وروستۍ پېښه کې د شهیدو محصلانو فاتحه واخیستل شوه، هغوی ته د دعا او کورنیو ته یې د تسلیت ویلو تر څنګ د ویاړلې قربانۍ یادون یې وشو.
د پوهنځې مشرې استاد پوهندوی فوزیې ولیزاده په خپله پرانېستونکې وینا کې د پښتو ژبې او ادب څانګې د فعالیتونو د ستاینې تر څنګ وویل چې ادبیاتو پوهنځی د ادب لپاره عملي کار ته ژمن دی او په دې برخه کې د پښتو څانګې په فعالو محصلانو ویاړي چې تل یې ادبي فعالیتونه او مناسبتي ناستې تر سره کړي دي.
اغلې ولی زاده د پښتو څانګې استادانو او محصلانو ته د څانګې د مشر استاد نصیر احمد طاهري د تازه علمي رتبې (پوهنوالۍ) مبارکي هم ورکړه او وویل: ویاړي چې د بغلان پوهنتون تر ټولو لوړه علمي رتبه د لومړي ځل لپاره په پښتو څانګه کې یوه فعال استاد ته ورکول کېږي.
ورپسې د پښتو ژبې او ادب څانګې استاد ګل رحمن رحماني د مشاعرې په مناسبت خپله وینا وکړه او وویل چې دا ځل دغه ادبي ناسته تر یوه ځانګړي نوم لاندې چې د روانې لمریزې پېړۍ وروستی خزان دی تر سره کېږي او دا مناسبت له ځان سره ډېر پيغامونه لري.
نوموړي وویل: موږ د دوو پېړیو نسل شوو او مسوولیتونه مو تر نورو زیات دي، دا وروستی خزان زموږ لپاره له یوې نوې ژمنتیا سره د ژوند لپاره ګڼ پیغامونه لري او دا د ادبیاتو دنده ده چې درک یې کړي او له نورو سره یې د ادب په ژبه شریک کړي.
ده په ځانګړي ډول محصلانو ته په وینا کې زیاته کړه چې تاسې هم خپلې لوړې زده کړې په یوه داسې زماني مقطع کې تر سره کړې چې ژوند مو له دوو پېړیو سره تړي، یاني یوه پېړۍ کې مو پیل کړې او که ژوند و بله پېړۍ کې به یې پای ته ورسوی.
استاد رحماني وویل: «موږ باید د خپلې دې نېک بختۍ شکر ادا کړو، ژوند مو په معنوي ښکلاوو سینګار کړو، د کرکې او نفرت له بدو پایلو یوه ښه پیل ته واوړو، خپل نوي نسل ته له مینې او هیلو سره ژوند ور زده کړو.»
په نوموړي پسې د مشاعرې برخه پیل شوه چې تر ټولو لومړی ویناوال یې پوهنیار رحیم الله ګهیځ و او په خپل غزل کې یې د مینې او ټولنیز درد له نړۍ د ګیلو او انتقاد په ژبه پرده پورته کړه او هر بیت یې د ګډونوالو په کچکو بدرګه شو.
د مشاعرې نورو شاعرانو هم په خپل وار د خپلو خیالونو او فکرونو رنګین اظهار وکړ چې رنګارنګۍ یې د وروستي خزان لمن لا ښکلې کړې وه. اکرام الله امید بیا د هیلو او ګیلو په ژبه په اوسنیو شاعرانو نیوکې وکړې او د لېوني فلسفي غني خان یاد یې تازه کړ. له کوزې پښتونخوا راغلي مېلمه، فرهنګي فعال او شاعر غیاث کاکړ بیا د خپل روماني او له ټولنیز درده ډک غزل په اورولو سره د اوسني وضعیت د اوښکو او درد تصویر وړاندې کړ.
د مشاعرې دا تصویرونه د ښاغلو هره یوه حبیب مجروح، نظیفې ستانکزۍ، نسیم ستانکزی، غفران سیال، ګل محمد ذره، وحیدالله حقپرست، ګل محمد سېلاب، محمد قاسم عابر، عبدالبصیر حسین خېل، ګل رحمن رحماني، عبدالبصیر قدیر احمدزي، علي غمګین، کیله ګي وال او ګڼو نورو په شعرونو سره لا رنګین شول.
قاري سمیع الله حقاني، عبدالواحد جلال او د ترنم بلبل جاوېد ابرار د مشاعرې ګډونوال د ترنم په ټال وزنګول او مشاعرې ته یې نوی رنګ ورکړ.
د مشاعرې په پای کې ښاغلی غیاث کاکړ دریځ ته د مشاعرې د ارزونې لپاره را وغوښتل شو او په خپلو خبرو کې یې ددغه ادبي ناستې د ستاینې تر څنګ وویل چې د پښتو ادب په بډاینه کې د ښځمنو شاعرانو او لیکوالو ونډه د هېرېدو نه ده او تر څو چې دا برخه بشپړه نه شي، نو ادب مو د ژوند بشپړه استازولي نه شي کولی.
کاکړ زیاته کړه: که چېرته زموږ خویندې د شعر او ادبي مضامینو په وړاندې کولو کې ځان له خپلو وروڼو کم احساسوي او یا د شعر ویلو هنر نه لري، نو دا تشه یوازې لنډۍ ښه ډکولی شي ځکه چې ویونکي یې نجونې دي. دا ډول ادبي ناستې د ځوانو شاعرانو د روزنې لپاره ښه چانس دی او هغه څوک به ترې ګټه اخلي چې دلته خپل استعداد ازمايي او ورته ژمن وي.
د یادې مشاعرې د ویندویی چارې د درېیم ټولګي د دوو تکړه زده کړیالانو هر یوه نور ګل اندړوال او عبدالوهاب مومند په غاړه وې او د غرمې په څه باندې دوولسو بجو د پوهنمل سید مجتبی نایل په اختتامیه وینا او اصلاحي سپارښتنو سره پای ته ورسېده. ټاکل شوې چې ددې لړۍ بله ناسته به دوه اوونۍ وروسته تر سره شي.
د یادونې وړ ده چې د پښتو ژبې او ادب څانګې پینځلس ورځنۍ ناستې تېر کال پیل شوې چې د کرونا ویروس د خپرېدو په سبب یو څه وخت ځنډېدلې وې او یوه میاشت وړاندې بېرته د زده کوونکو او ادب مینو په فعال ګډون سره له سره پیل شوې.
راپور: مطیع الله احمدزی
کتونکی: ګل رحمن رحمانی