شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهعمران خان: هیله لرم چې د افغانستان راتلونکی حکومت هند ته اجازه...

عمران خان: هیله لرم چې د افغانستان راتلونکی حکومت هند ته اجازه ورنه کړي

تاند(شنبه، د عقرب۱۰) د پاکستان صدراعظم عمران خان یو وار بیا په افغانستان کې د نوي حکومت یادونه وکړه، ویې ویل چې پاکستان هیله لري چې د افغانستان نوی حکومت به اجازه نه ورکوي چې هند د دغه هیواد له خاورې د پاکستان پر ضد کار واخلي.

عمران خان د جرمني له شپېګل مجلې سره په مرکه کې په نوي یمه لسیزه کې د پاکستان له لوري د طالبانو د رژیم د رسمیت پېژندلو دفاع وکړه، ویې ویل «دا د اسلام اباد حق و چې دا ډله په رسمیت وپېژني خو پاکستان پر طالبانو کنټرول نه درلود.»

ده د بین الافغاني خبرو او دغه راز په دې اړه چې ممکن طالبان د جګړې له لارې واک ترلاسه کړي، وویل «حاضردمه هیڅوک اټکل نه شي کولی چې افغانستان کومې خوا ته روان دی خو دا ویلی شو  خو ویلی شم چې له افغانستانه وروسته تر بل هر هیواد پاکستان په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی.»

له عمران خان څخه پوښتنه وشوه چې له ګلبدین حکمتیار سره په وروستۍ کتنه کې یې د ده او طالبانو ترمنځ پر واکوېش خبرې کړي، عمران خان څه ونه ویل.

عمران خان پر افغانستان سربېره د ایران او سعودي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې که د دغو دوو هیوادونو ترمنځ جګړه ونښلي نو ناورین به رامنځته شي. بېوزلي هیوادونه به ډېر تاوان وکړي او د تېلو بیه به اسمان ته وخیژي.

10 COMMENTS

  1. تیزنه، تا چې خپلې ښځې کنترولولې ونشوې. یو بل پسې درنه وتښتېدې، دومره لوی او جهانی سیایت خو والله که کنترولولې وشې. په افغانستان کې اول نوی حکومت نه راځې. که راشي هم شي او حتی که ستا دلال طالب یې هم په راس کې وي والله که تاسو پلیدو او چلوانو سره جوړه وکړي. افغانستان به هيڅکله له هند سره خپلې اړیکې پرې نه کړي. د هند سپیان هم پر تاسو نامردانو شرف لري. د افغانستان د کنترول خیال له سره وباسه. ستا د مور میړونو چې ته یې حکومت ته رسولئ یې پخوا هم دلته زور وهلی او غول یې کړي. اوس چې خدای او نیمه نړۍ له افغانستان سره ده، ته بې ځايه ټېزونه مه وهه. داسې نه چې ځان تر دې هم په شرمو وشرموې او پرتوګ زېړ کړې. لعنتي.

  2. فهم صاحب له سترگو نه دي جار , په دوی کی شرم وجود نلری که خدای غوښته دا عمرانی به د چټل سپی په شان خپل سر وخری

  3. ګل خانه اول هو دا انسان وژنه او افغان وژنه تاسی ژمونږ په ولس کوی يو وخت په دا انتقام درنه واخستل شی۰طالیبان خره دی چه د ای اس ای په امر افغانان وژنی۰
    افغان ورونه با ید وپوهیږی چه دا شدید جنګ پنجاب مخ ته وړی او زمونږ سربازان شهیدان کیږی۰
    ګل خانه هند د افغانانو حقیقی او واقعی دوست دی هند د افغانانو تل تر تله دوست وو او دی۰افغانان دوست او دشمن ښه پیژنی۰پاکستان ژمونږ دشمن دی۰هندوستان او افغانستان دوستان دی۰
    ژنده باد انډیا مرګ په پاکستان

  4. عمران خان غواړي چې د افغانستان بهرنی سیاست لکه د بریتانوي هند کنټرول کړي، کومه چې د نړیوالو عمومي حقوقو له نظره ښکاره او بربنډه لاس وهنه ده.
    دا د افغانستان د حکومت او ملت حق دی، او دلته ولسواکي ده، دا پریکړه به افغان وُلس کوي چې د هند سره ډیرې نیژدې اړیکې جوړوي او که پاکستان سره – نه د عمران خان په خوښه !!
    عمران خان چې د آی ایس آی په مرسته لومړی وزیر شوی اوس هغه څه وایي کوم ډول یې چې په غوږ کې پنجابی پوځ او آی ایس آی غږوي.

  5. عمران خان مسکين بې واکه سړی دی دده خبرو ته ډېر اهميت مه ورکوئ لکيا دې وي.
    عمران خان ته وايم چې د زمکې پرمخ ګران افغانستان او ستا پنجابستان وي نو دښمن مې يې او دښمن دې يم.
    که قسمت ياري وکړه او د الله مرسته وه ههدا افغانستان به پاکستان تجزيه کوي ځکه چې پروژه يي هیوادونه تر ډېره برقرار نه شي پاتې کېدلای.

  6. که مونږ عمران خان ته ووایو چې د هند، یا چین سره د پاکستان اړیکې باید د افغانستان په خوښه وي نو آیا دی به یې ومني؟ هیڅکله نه. اوس نو د عمران خان د خبرو داسې ښکاري چې طالبان به راتلونکی حکومت جوړوي او بیا به د هند سره د افغانستان اړیکې د پاکستان په خوښه وي. دا هم جوته شوه چې طالبان د اسلام دپاره بنه بلکه د اسلام اباد دپاره جګړه کوي.

  7. عمران خان دومره احمق ده چه په افغانستان کي د اتلافي حکومت په جوړولو کي حتي له ګلبي(ګلبدين) نه هم مرسته غواړي چه هغه ګلبي د جمهوري وټونو کي په پايله کي تقريبآ په دو مليونورايو کي دری په سلو کي په برخه شوي نو دا ددي معني ورکوي چه پنجابيان ډير وارختا دي.
    لعنت د پر دواړو وي چه يو يي ور ميلمه کوي اودا بل ورځي.

  8. عمران ګلخان ته باید وویل شي چې دا افغانستان دی ، دلته لویو امپراتوریو سرونه بایللي دي . ته اول نر شه خپلې ښځې د وساته . میاشت یا کال پوره نه وي چې یوه پر بل پسې درنه روانه وي .
    پنجابیانو او رنجیت سینګهه دلته امتحان ورکړی دی . دپنجاب د دلالانو پرضد د جلال آباد په مقدسه غزا کې ډېرو پنجابیانو او پنجابسپیو خپلې ککرې وخوړې . په هلمند کې به هم داسې بویونه ولټیږي. تاسو ډېر نامرد او بې شرم مخلوق یاستئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب