شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکاناډا په درو کلونو کې تر یو ملیون ډېر مهاجر مني

کاناډا په درو کلونو کې تر یو ملیون ډېر مهاجر مني

تاند(شنبه، د عقرب۱۰) د کاناډا حکومت اعلان وکړ چې په درو کلونو کې یوملیون او ۲ لکه مهاجر مني.

د کاناډا د مهاجرت د چارو وزیر مندیچینو پرون (جمعه) په یوه خبري غونډه کې وویل، په راروانو درو کلونو کې به یو ملیون او ۲۰۰ زره تنو ماهرو کارګرو، د هغوی د کورنیو غړیو او د کاناډا د پناه غوښتونکو ته پناه ورکړي.

کاناډا له ډېرو کلونو راهیسې ماهرو کارګرو؛ لکه ویلډینګ کاروانو، نلدوانانو، نجارانو… ته د خپل هیواد دایمي اقامت ورکوي خو د کاناډا د مهاجرت د چارو وزیر وايي چې په راتلونکو ۳ کلونو کې تر پخوا زیات شمېر کسانو ته د کاناډا دایمي وېزې ورکوي.

د کاناډا د مهاجرت د چارو وزارت له ترتیب شوي پلان سره سم به راتلونکی میلادي کال ۴۰۱ زره، په ۲۰۲۲ کې ۴۱۱ زره او په ۲۰۲۳ کې ۴۲۱ زره تنو ته د کاناډا دایمي اقدامت ورکړل شي چې دا د پخوا په پرتله هر کال ۵۰ زره زیات کسان دي.

د کورونا وایرس خپرېدا د دې سبب بلل شوی چې هر کال تر پخوانیو کلونو ۵۰ زره ډېر کسان ومنل شي.

د کاناډا حکومت تېر کال ویلي و چې په ۳ کلونو کې به شاوخوا یو ملیون کسان ومني خو د کورونا د خپرېدو له کبله د مهاجرو د منلو پروسه ورو شوه.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب