Homeخبرونهعمران خان: له افغان سولې سره به د سیمې سوداګري وده وکړي

عمران خان: له افغان سولې سره به د سیمې سوداګري وده وکړي

تاند(جمعه،د عقرب ۹) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات به د ټولې سیمې لپاره ګټور وي او ورسره به نور اقتصادي فرصتونه هم رامنځته شي.

نوموړي تېره ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له سرپرست وزیر نثار احمد فیضي سره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې سوله به د سیمه ییزو اړیکو د پراختیا او د اقتصادي همکاریو د نويو فرصتونو په برابرولو کې د ټولې سیمې لپاره ګټور وي.

د پاکستان لومړي وزیر څرګنده کړې چې پاکستان او افغانستان ډېر اقتصادي فرصتونه لري، چې په وینا یې یوازې د اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې د همکارۍ له لارې ترلاسه کیدی شي.

عمران خان همدارنګه په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان دوامداره ملاتړ تکرار کړی او د خبرو اترو د سیاسي جوړجاړي پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...