چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهد هوایي ډګرونو د خدماتو په اړه اماراتو سره څلور تړونونه لاسلیک...

د هوایي ډګرونو د خدماتو په اړه اماراتو سره څلور تړونونه لاسلیک شول

تاند(جمعه، د عقرب ۹) د افغانستان د هوایي ډګرونو د امنیتي خدمتونو، عملیاتي مدیریت، ځمکني خدمتونو، سیستم جوړولو او ټکنالوژۍ تړونونه لاسلیک شول.

دا تړونونه تېره ورځ دولسمشر غني په شتون کې لاسلیک شول.

په جوړو شویو مراسموکې د پانګونې اسانتیا واحد رییس عطاالله نصیب وویل، د متحده عربي اماراتو د G42 شرکت له افغانستان سره د هوايي چلند په برخه کې د همکارۍ په خاطر خپله لېوالتیا او ژمنه څرګنده کړه او دغه شرکت د هوایي چلند، انرژۍ، روغتیایي خدمتونو، تېلو، ګاز او استخراجي صنایعو په برخه کې زیاتې تجربې لري.

نصیب وویل، یاد درې قراردادونو د افغانستان په څلورو بین المللي هوايي ډګرونو حامد کرزي، مولانا جلال الدین بلخي ،احمدشاه بابا او هرات بین المللي هوايي ډګرونو کې د هوایي ډګرونو د ټکنالوژۍ او سیستم جوړولو او ځمکني خدمتونه، عملیاتي مدیرت او امنیتي خدمتونه، شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب