Homeخبرونهد اذربایجان او ارمنستان ترمنځ بیا هم اوربند مات شو

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ بیا هم اوربند مات شو

تاند(جمعه، د عقرب ۹) د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په څلورو اوونیو کې درېیم اوربند هم مات شو.

د پخواني شوروي اتحاد په دغو دوو جمهوریتونو کې د نګورنو قره باغ پر سیمه له څو لسیزو راهیسې اختلافات روان دي.

د اذربایجان او ارمنستان د ځواکونو ترمنځ د نګورنو قره ‌باغ پر سیمه خونړۍ جګړې سختې شوې دي او دواړه لوري یو بل له درېیم اوربند څخه په سرغړونه تورنوي.

اذربایجان او ارمنستان په ښاري سیمو کې پرون د ملکي تلفاتو راپورونه خپاره کړل.

د اذربایجان دفاع وزارت وویل، په تازه برید کې ۲۱ ملکیان وژل شوي او ۷۰ نور د بردا پر ښار د توغندیدو د برید له امله ټپیان شوي دي.

د ارمنستان دفاع وزارت بیا، اذري ځواکونه تورن کړل چې په نګورنو قره ‌باغ کې یې د ستیپانکرات ښار په منځ کې زېږنتون په نښه کړی دی.

دواړه لورو له شااوخوا یوې میاشتې راهیسې جګړه پيل کړې ده او یو بل د ملکي اهدافو په ویشتلو تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...