یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeټولنیزپه زده کړو کې د عملي کار اهمیت | ډاکټر عطاالله زيارمل

په زده کړو کې د عملي کار اهمیت | ډاکټر عطاالله زيارمل

((څه چې اورم، هغه مې هېرېږي. څه چې وینم هغه مې یادېږي. څه چې کوم، هغه مې زده کېږي.))

دا پورته وینا د یو نامتو چینايي ښوونکي او فیلسوف ده، چې کانفوسیوس (Confucius) نومېده او له میلاده ۵۵‍۱ کاله مخکې زېږېدلی وه. نوموړي د پوهنې او زده کړې په اړه ډېرې ژورې خبرې کړې دي چې تر اوسه هم په تعليمي کړیو کې د هغه له ویناوو څخه د تعليمي پروګرامونو په جوړولو کې ور څخه د الهام بښوونکو خبرو په څېر ګټه اخیستل کېږي او د همدې برخې کار پوهان ور څخه اغېزمن کېږي او هم پوره درناوی ور ته لري.

د هغه د نورو ویناوو په څنګ کې دلته پورته ذکر شوې وینا ډېره په زړه پورې ده.‌ که موږ وګورو د نوموړي په وینا کې ډېر څه پراته دي. په دې وینا کې هغه د زده کړې میتود ته په ډېره ساده ژبه اشاره کوي. که ښه ور ته ځیر شو نو رښتیا هم یو علم او مهارت یوازې بل ته په غوږ نیولو سره نه زده کېږي. که فرضاً زده هم شي نو د لږ وخت لپاره به وي، خو بیا ژر بېرته هېرېږي. که د هغه مهارت په اړه له اورېدلو وروسته یو بل کس وکتل شي چې هغه مهارت تر سره کوي، نو بیا د هغه مهارت په یادولو کې له زده کوونکي سره نوره مرسته هم کوي، خو دغه یادول بیا هم تر هغه پورې نیمګړی شمېرل کېږي چې په خپله زده کوونکی د دې توان پیدا نه کړي چې هغه مهارت په خپل لاس تر سره نه کړي. نو که هغه مهارت بیا بیا تر سره کړي نو لاس یې ورباندې ګرځي او بیا یې د تل لپاره په ذهن کې پاتې کېږي او په خپل ژوند کې ور څخه سمه ګټه ترې اخیستلای شي.

په دې کې به څوک شک و نه کړي چې له زده کړې پوره ګټه هغه وخت ترلاسه کېدای شي،‌ چې یو کس دا توان پیدا کړي چې هغه یو مهارت په خپل لاس تر سره کړي. نو همدا د توان پیدا کېدل د ښوونې او زده کړې هدف دی. ځکه چې موږ په خپل ژوند کې تل همدا کوښښ کوو چې خپل مهارتونه او پوهه نوي نسل ته انتقال کړو،‌ د همدې موخې لپاره خپل اولادونه ښوونځیو ته لېږو او ډول ډول لګښتونو ته یې غاړه ږدو، خو باید په یاد ولرو چې د یو مهارت او په ټوله کې د پوهې انتقال له یو نسل څخه بل نسل ته یوازې په خبرو او یا هم د ویډیويي موادو په کتلو نه شي تر سره کېدای، ترڅو پورې چې زده کوونکي او د مهارت علاقه مندان په خپله لاس په کار نه شي او د هغه مهارت تر سره کولو ته مټې را و نه نغاړي، چې دوی یې د زده کولو هوډ کړی دی.

 په نتیجه کې ویلی شو چې ټول ښوونکي او هم پلرونه او میندې باید دې ټکو ته پام وکړي چې خپلو شاګردانو او هم ماشومانو ته د دې زمینه برابره کړي چې یو مهارت په کولو سره زده کړي نه دا چې یوازې په ډېرو خبرو باندې اکتفا او بسوالی وکړي. د دې زمینه ور ته برابره کړي چې یو شی جوړ کړي او بیا یې نورو ته وښيي. د همدې موخې لپاره د رول لوبول او د ورځني عملي ژوند سره د درس نښلول د درس په زده کولو کې ډېر مهم دي.‌ که شاګرد په دې پوه شي چې دغه درس له ما سره په عملي ژوند دا ډول مرسته کولی شي نو بیا د هغه درس زده کول خپل فرض بولي او غواړي چې په هغه باندې ځان پوه کړي او هم یې ښه زده کړي. خو که شاګرد په دې پوه نه وي چې یوه موضوع د هغه/هغې له ژوند سره هیڅ تړاو نه لري نو بیا ور ته هسې د وخت ضیاع ښکاري او په زده کولو کې یې ناغېړي کوي.

که له بل اړخه وګورو نو نن سبا په اکثرو هېوادونو کې د ښوونې او روزنې سیستم ډېر بدلون موندلی دی او شاګردانو ته داسې مواد ورکول کېږي چې هغوی یې په کور کې په خپله خوښه هغه مواد ولولي، وا یې وري، ویې ګوري او بیا یې د یوې پروژې په ترسره کولو خپل ټول مهارتونه ښوونکي او نورو زده کوونکو ته وښيي.

ضرور نه دی چې موږ او تاسې دې ته لاس تر زنې کښېنو چې بس دا دی امکانات نشته. خپل ځان په دې تېر باسو چې ځه موږ سره امکانات نشته کنه دا ټولې خبرې خو ښې ښکاري. مهمه دا ده چې په شته امکاناتو باندې د همدې هدف په لوري تګ مهم دی. که د امکان تر حده په عملي کار سره شاګردانو ته د زده کړې زمینه برابره نو هغوی بیا کولی شي چې له ځانه نوښت وښيي او په علمي برخه کې له نورو سره سيالي وکړي کنه یوازې به د نورو خولې ته ناست وي. هیله ده چې ښوونکي او والدین په پوره حوصلې سره پورته خبرو ته پوره پام وکړي ترڅو د خپلو شاګردانو او اولادونو د علمي سویې په لوړولو کې خپله اغېزمنه ونډه واخلي. د شاګردانو د علمي سویې په اوچتولو کې د ښوونځي او ښوونکو تر څنګ د والدینو مسؤلیت دی او باید خپل دغه مسؤلیت ته په ښه توګه پاملرنه وکړي کنه ستونزمنه ده چې اولادونه به یې په راتلونکې کې ښه وځلېږي.

ماخذ:

https://www.open.edu/openlearn/education

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب