چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهادم سمېټ: ټرمپ د روان کال تر پایه د ځواکونو وتلو طرحه...

ادم سمېټ: ټرمپ د روان کال تر پایه د ځواکونو وتلو طرحه نه لري

تاند(جمعه، د عقرب ۹) د امریکا د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې مشر، ادم سمېت وایي چې د روان ۲۰۲۰ زیږدیز کال تر پایه د دغه هېواد ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له افغانستان د خپلو ځواکونو وتلو لپاره هېڅ طرحه نه لري.

د امریکا د کانګریس د دفاعي کمېټې تر ټولو جګپوړی غړی وايي، د ټرمپ له هغه اعلان سره سره چې تر کرسمیس پورې به له افغانستانه امریکايي پوځیان وباسي، حکومت داسې هیڅ پلان نه لري چې د سږ کال تر پایه دې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.

ټرمپ د روانې میاشتې په لومړیو کې له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو د پلان په اړه هغه وخت مغشوش حالت رامنځته کړ چې ویې ویل تر کرسمیس پورې به ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه وتلي وي.

تر ده څو ورځې مخکې د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویلي و چې د راتلونکي ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې به شاوخوا ۲۵۰۰ امریکايی پوځیان په افغانستان کې وي.

سمیت وویل، د ځواکونو د شمېر کمول ډېر غور ته اړتیا لري، خو ده د ټرمپ پر څرګندونو په دې خاطر انتقاد کړی چې په دومره لنډ وخت کې څنګه کېدای شي چې ځواکونه وایستل شي.

د کانګریس د وسله والو خدماتو د کمېټې رييس وویل، هغسې کوم پلان نه شته چې ټرمپ یې په خپل ټویټ کې یادونه کړې ده، داسې هیڅ پلان نشته چې تر کرسمیس پورې له افغانستانه ځواکونه وایستل شي.

سپینې ماڼۍ پنتاګون ته کومه طرحه نه ده وړاندې کړې.

د پینتاګون یا دفاع وزارت چارواکو ویلي چې دوی ته امر نه دی شوی چې د کال تر پایه له افغانستانه ځواکونه وباسي.

ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان بې پایه جګړه به ختمه کړي او خپل پوځیان به له دې هیواده راوباسي.

خو دی په دې برخه کې د خپل حکومت د نورو چارواکو له سخت مخالفت سره مخامخ شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب