پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهچارواکي: افغان هوايي ځواکونو ارزګان کې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

چارواکي: افغان هوايي ځواکونو ارزګان کې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند (جمعه د عقرب ۹) ځايي چارواکي وايي، د ارزګان په دهراوو ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو د بریدونو له امله وسله والو طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.

د ارزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل وايي، دغه بریدونه تېره شپه د ولسوالۍ د بازار په شاوخوا سیمو کې شوي، خو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

د نوموړي په خبره په ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راپدېخوا جګړه روانه ده چې یو افغان سرتېری پکې وژل شوی دی او سیمې ته کمکي سرتېري هم رسېدلی دي.

د ښاغلي ساحل په وینا، هغه سیمې چې د وروستیو جګړو له امله طالبانو نیولي وې هڅه کوي بېرته یې ونیسي.

خو سرچینې وايي، طالبان لا هم د ولسوالۍ په بازار کې مېشت دي او د افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي، خو د امنیه قومندانۍ ودانۍ چې تېره شپه طالبانو نېولې وه بېرته د افغان ځواکونو لاسته ورغلې ده.

سرچینه زیاتوي، له تېرو دوو ورځو راهیسې لسګونه نور افغان سرتېري د طالبانو په محاصره کې دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...