جمعه, مارچ 29, 2024
Homeټولنیزتاریخ ورېښمین لیکونه | د عبدالباري جهاني ژباړه

 ورېښمین لیکونه | د عبدالباري جهاني ژباړه

عبدالباري جهاني.

په کابل کي د هند د آزادی لپاره په موقتي حکومت کي داخله وزیر مولوي عبیدالله سندي، د خپلي ډلي د فعالیتونو په باب نسبتا مفصل رپوټونه د ژړو ورېښمو پر دسمالونو باندي ولیکل او په حجاز کي یې  مولنامحمود حسن ته د لېږلو په نیت خپل یوه محصل ملګري عبدالحق ته وسپارل چي مولوي عبدالرحیم سندي ته یې ورسوي.عبدالحق دا لیکونه د انګرېزانو یوه اجنټ خان بهادر رب نواز خان ته ورکړل. لیکونه د انګرېزانو لاسته ورغلل او موقتي حکومت او په څنګ کي یې د هند د آزادی لپاره د اسلامي تحریک ډېر لوی رازونه انګرېزانو ته افشاء سول. څرنګه چي دا لیکونه د ورېښمو پر دسمالونو لیکل سوي وه ځکه نو په وریښمینو لیکونو مشهور سول. په دې باره کي مي د هند د آرشیف ځیني رپوټونه تقریبا ټکي په ټکي ترجمه کړي دي. زه یقین لرم چي لوستل به یې ټولو افغانانو په تېره بیا د تاریخ شاګردانو ته په زړه پوري وي. 

دا رپوټ د هند د جنايي استخباراتو د آمر مرستیال V. Vivian  د ۱۹۱۶ کال د ډسمبر پر اوومه لیکلی او په جده کي یې د زایرینو د چارو مسوول کرنل ویلسن  Colonel C. Wilson    ته لېږلی دی. د مکتوب نمبر یې   No . 3923/X1. دی. د وي ویان نور مکتوب زموږ په درد نه خوري او راساً موضوع ته داخلیږو.

                       ورېښمین لیکونه

هغه دسیسه چي اوس د ورېښمینو لیکونو په نامه یادیږي، د ۱۹۱۶کال د اګسټ په میاشت کي زموږ لاسته د څو لیکونو د لوېدلو څخه، چي زموږ دښمنانو له کابل څخه په حجاز کي زموږ مخالفینو ته لېږل، رسوا سوه. دا درې لیکونه وه چي پر ژړو ورېښمو باندي کښل سوي وه.

د دې اوسنی وضع په باره کي د پلټنو سر د ۱۹۱۵ کال پیل ته رسیږ

مولوي عبیدالله سندي

ي. د همدغه کال د فبروري په میاشت کي د پنجاب د مختلفو پوهنځیو څخه تقریبا پنځه لس تنه شاګردان وتښتېدل او شمال لوېدیځي صوبې ته ولاړل. په دوی پسي نور شاګردان هم، په یکړ ډول او یا د وړو ډلو په توګه، وتښتېدل. وروسته د اطلاعاتو څخه څرګنده سوه چي دوی ټول په هند کي د برټانیې له واکمنی سره مخالف ول. په لومړي سر کي فکر کېدی چي دا کسان د هغو خلکو د تبلیغاتو تر اغېزې لاندي راغلي دي چي په لومړي نړۍ وال جنګ کي د ترکیې طرفداري کوي. د دې ځوانانو نیت دا وو چي د برټانیې تر کنټرول لاندي خاوري څخه ووزي او ځانونه د ترکیې حکومت ته وسپاري او هغه چي له دوی څخه د جهاد په لاره کي هر ډول ګټه اخیستلای سي ورڅخه وايې خلي. دا نو د ترکیې د حکومت خوښه ده چي له دوی څخه د جاسوسانو، پیغام وړونکو، د جهاد لپاره د مبلغینو او که د عسکرو په توګه ګټه اخلي. دوی غوښتل چي د افغانستان د حکومت په مرسته به ځانونه ترکیې ته ورسوي. ځکه دوی فکر کاوه چي د افغانستان حکومت ښايۍ په نن اوسبا کي، د ترکیې په ګټه، له برټانیې سره جنګ اعلان کړي. د ۱۹۱۵ کال له تحقیقاتو دا هم څرګنده سوه چي دغه شاګردان په پنجاب او صوبه سرحد کي د وهابیانو په مرسته تښتېدلي دي. دغه محصلین وروسته د بونیر د مستقلي سیمي وهابیانو، یا هندوستاني مجاهدینو، وروسته آزادو علاقو ته رسولي دي.

وهابیزم په هند کي: وهابیزم ، د نونسمي پېړۍ په لومړیو لسیزو کي، له سعودي عربستان څخه هند ته راغی. (۱)  د دې لاري موسس، سیداحمدشاه خپله طریقه د ګنګا په وادي کي وړاندي کړه او وروسته پخپله له څو تنو پیروانو سره، په ۱۸۲۳ کال کي، صوبه سرحد ته ولاړ او د یوسفزیو په سیمه کي یې د مجاهدینو ډله تاسیس کړه.

۱:     هندي مجاهدین، له سعودي عربستان او وهابیت سره چنداني اړه نه لري. په دې ارتباط ما، څو کاله مخکي، په افغان جرمن آنلاین کي، یو مفصل مضمون خپور کړی دی. دوستان کولای سي هغه مضمون، چي عنوان یې « سید احمد برېلوي او هندوستاني مجاهدین » دی، او په پنځه قسمته کي خپور سوی دی، ولولي. جهاني

دا ډله له هغه وخته موجوده ده او په هند کي د کفارو د سلطې پر ضد جنګیږي. دوی  په اصل کي په صوبه سرحد کي د سیکهانو د سلطې پر ضد، چي په هغه وخت کي یې پنجاب په لاس کي وو، خلک را وپاڅول. دې ډلي ته له هغه وخته د هند وهابیان مالي مرستي اوجنګیالي برابروي. سره له هغه چي دې ډلي له انګرېزانو سره د جنګ په میدانونو کي شکستونه کړي دي او په هغو قبایلي سیمو کي چي د برټانیې طرفداري کوي، په سیاسي لحاظ تعقیب سوي دي، مګر تر اوسه یې دوام کړی دی. په هند کي وهابي تحریک له ۱۸۶۵ څخه تر ۱۸۷۲ کال پوري ډېر زور واخیست او په هغو کلونو کي یې له هند څخه هم زیاتي مالي مرستي ترلاسه کولې او هم د جنګیالیو مرسته ورسره کېدله. د وهابیانو یو شمېر مهم مشران ونیول سول او داسي فکر کېدی چي دا تحریک خفه کړه سو. له هغه وخته د وهابي عقایدو خاوندانو ځانونه په مختلفو نومونو ( اهل حدیث، غیرمخلد، فیروزي ) او نورو نومونو بللي دي. او ډېر ژر په هند کي د وهابي په نوم ډلي له منځه ولاړې. وهابیان په صوبه سرحد کي هم ډېر کمزوري سول او په وروستیو شپو ورځو کي خو یې چا چنداني پر قوت باندي حساب نه کاوه. خو په ۱۹۱۰ کال کي یې بیا سر راپورته کړ او حتی په کابل کي یې د برټانیې پر ضد ډله فعاله کړه او د هند افراطي عناصریې هم تحریک کړل  او هم یې پیسې ورکړې.

په کابل کي د محصلینو د حرکت اهمیت: 

همدغو محصلینو دغه ډله، د ۱۹۱۵ کال د فبروري په میاشت کي، له پنجاب څخه د تښتېدلو په وسیله، بیرته را ژوندۍ کړه. د هغوی په برخه کي سمدستي پلټني ځکه ونه سوې چي له اسلامي عقایدو سره یې ځانونه تړلي وه او په اوسنیو شرایطو کي د هغوی پر ضد عمل کول له پالیسی سره سر نه خوړ. یو څو تنه، چي د دې فعالیتونو سره یې اړه درلوده ونیول سول مګر په دې برخه کي کافي ژور تحقیقات ونه سول او دا څرګنده نه سوه چي دا پخپله د وهابیانو هلي ځلي دي او یو بل طاقت د وهابیانو له تنظیم څخه د ښورښونو د لمسولو او پان اسلامیزم د ږغ پورته کولو لپاره کار اخلي.

مولوی عبیدالله د تحریک د مشر په حیث:

نسبتاً تازه څرګنده سوه چي د دې وروستیو حرکاتو محرک کوم بل طاقت دی او د محصلینو د لمسولو او مهاجرت کولو مشري د مولوي عبیدالله پر غاړه ده. هغه د ابوالکلام آزاد، چي د پان اسلامیزم یو مشهور مولوي دی، په ملګرتوب او د ځینو وهابیانو په ملاتړ له دغو محصلینو سره مالي مرستي وکړې او دغه وروستی حالت یې منځته راووړ. مولوي عبیدالله د پنجاب د ایالت یو مسلمان سوی سیکه دی، چي د دیوبند په مدرسه، سهارنپور او اتارپردېش کي یې زده کړي کړي دي. کله چي له اسلامي زده کړو څخه فارغ سو نو سند ته ولاړ؛ هلته یې دوولس کاله تېر کړل؛ د نفوذ خاوند سو او د افراطي اسلام د عقایدو ښوونځي یې تاءسیس کړې. دی وروسته دیوبند ته ستون، هلته استاد سو او د جمعیت الانصار یا د دیوبند د پخوانیو محصلینو یوه ټولنه یې منځته راوړه چي ظاهراً بې آزاره تنظم ښکارېدی خو په حقیقت کي  همدغه تنظیم وو چي د دغه اوسنیو ښورښونو د لمسونو لپاره جوړ سوی وو. کله چي مولوي عبیدالله د دیوبند په مدرسه کي استاد وو نو د مولنامحمودالحسن په شمول یې ځیني استادان د برټانیې دښمنان کړل. په هغوی کي محمودالحسن ځکه مهم وو چي هم د دیوبند د مدرسې مشر وو او هم ډېر لوی عالم وو، او په وروسته کي یې نوم د ورېښمینو لیکونو په قضیه کي را میدان ته سو. مولوي عبیدالله، له استادانو سره د عقایدو د سخت اختلاف له کبله بالاخره له مدرسې څخه وایستل سو. په ۱۹۱۳ کي یې په ډهلی کي هستوګنه غوره کړه او هلته د رامپور له محمدعلي سره، چي د « ملګري » په نوم خپروني چلوونکی او د ترکیې ډېر ټینګ طرفدار وو،  نیژدې ملګری سو. عبیدالله دغه راز په ډهلي کي د « نظارت المعارف القرآنیه » په نوم یو عربي مکتب تاسیس کړ او تازه اطلاعات ښيي چي همدغه مکتب د پان اسلامیزم د عقایدو او لمسونو مرکز سو.

آزادو قبایلو ته د مولوي سیف الرحمن ماموریت:

د ۱۹۱۵ کال د جون په میاشت کي د ډهلي د فتح پور د جومات مدرّس مولوی سیف الرحمن یو ناڅاپه ورک سو او وروسته معلومه سوه چي هغه د صوبه سرحد د آزادو قبایلو سیمي ته تللی دی. مولوي سیف الرحمن ډېر ژر د ترنګزیو له حاجي صاحب سره، چي پخپله د پېښور په علاقه کي یو سخت افراطي مذهبي سړی وو، ملګری سو. ده د ترنګزیو حاجي صاحب دې ته وهڅاوه چي د صوبه سرحد دوره وکړي او خلک د جهاد لپاره راپورته کړي. مولوي سیف الرحمن په خپل کار کي بریالی سو او د ۱۹۱۵ کال د اګسټ په میاشت کي یې ځیني ناکراری منځته راوړې چي ځیني هندوستاني مجاهدین پکښي ووژل سول او دغه راز وروسته په صوبه سرحد کي ځیني ناکراری منځته راغلې چي مشرتوب یې د ترنګزیو حاجي صاحب کاوه. که څه هم چي په هغو شپو ورځو کي معلومه نه وه خو وروسته څرګنده سوه چي مولوي سیف الرحمن ته هم دغه ماموریت مولوي عبیدالله ورسپارلی وو، چي د ورېښمینو لیکونو د دسیسې تر ټولو مهم سړی وو.

https://taand.net/%d8%af-%d9%85%d8%a7%d9%86-%d8%b3%db%8c%d9%86%da%ab%d9%87%d9%80-%d8%af-%d8%b2%d9%88%db%8c-%da%a9%d8%a7%d9%84%d8%a7%d8%b3%db%8c%d9%86%da%ab%d9%87%d9%80-%d8%a7%d9%82%d8%b1%d8%a7%d8%b1%d8%af-%d8%b9/

د ۱۹۱۵ کال د جون په میاشت کي، مولوي عبیدالله هم له سترګو نیهام سو او له هغه وخته بیا چا د برټانیې تر کنټرول لاندي هند کي نه دی لیدلی. مولوي عبیدالله سند ته ولاړ؛ هلته یې څو میاشتي تیري کړې؛  له خپلو زړو ملګرو سره یې خبري وکړې او څه موده وروسته له څو تنو سره د کندهار له لارۍ ، د ۱۹۱۵ کال د اکټوبر په میاشت کي، کابل ته ورسېدی او د ترکیې او جرمني له هغه هیات سره یو ځای سو چي مهیندراپراتاپ او مولوي برکت الله یې مشري کوله. مهیندراپراتاپ او برکت الله د برلین او استانبول له لاري، د جرمني د کیزر او د ترکیې د سلطان لیکونه ورسره اخیستي وه او په لیکونو کي د افغانستان له پاچا څخه پر هند باندي د حملې کولو غوښتنه سوې وه. په کابل کي دوی له سردارنصرالله خان او د جنګ له طرفداري ډلي  سره خبري وکړې. د برټانیې پر ضد هیاتونه روسي ترکستان، استانبول او برلین ته ولېږل سول. په کابل کي د دغو دسیسه کوونکو او په هند کي د دوی د انډیوالانو ترمنځ ډېر زیات لیکونه تبادله سول او بالاخره د ۱۹۱۶ کال د اګسټ په میاشت کي د لاهور له یوه محصل سره، چي د پیغام رسوونکي وظیفه یې درلوده ورېښمین لیکونه ونیول سول.

حجاز ته د مولنا محمودالحسن سفر د ۱۹۱۵ کال  سپټمبر:

د ۱۹۱۵ کال د سپټمبر په میاشت کي د مشهورو مولویانو دوې ډلي حجاز ته ولاړې. داسي آوازه سوه چي دوی هجرت کړی دی او د هجرت علت یې د حکومت سره سخته دښمني ده. داسي آوازه هم وه چي دوی غواړي په حجاز کي د ځینو ترکي مقاماتو سره خبري وکړي. مګر داسي دقیق اطلاعات نه وه چي د هغه په اساس دوی په هند کي را ګرځول سوي وای. دوی د بمیي له لاري د یوې احساساتي په مخه ښې سره حرکت وکړ.مولوي خلیل احمد او د هغه ډلي د ۱۹۱۵ کال د سپټمبر پر اتمه او مولنا محمود الحسن د سپټمبر پر اته لسمه حجاز ته وخوځېدی. وروسته د ۱۹۱۵ کال په مني او د ۱۹۱۶ کال په پسرلي کي د دواړو ډلو یو څو تنه بیرته هند ته ستانه سول. له دوی یوه سر هم چا غرض ونه کړ تر څو چي د مولوي عبیدالله د وریښمینو لیکونو دسیسه رسوا سوه او له هغه سره د مولنا محمودالحسن ارتباط کشف سو.

ددې دسیسې غړي  « الجنود الربانیه » یا د خدای تعالی عسکر بلل کېدل. د خدای په دې پوځونو کي هر چا خپل نظامي مقام درلود. د دوی اصلي مرکز د مدینې ښار وو او هلته مولنا محمودالحسن د قاید مقام درلود. نور مرکزونه یې استانبول، تهران او کابل وه. په کابل کي مولوي عبیدالله وو چي جنرال بلل کېدی.

د دې پوځ هدف د کفاروترلاس لاندي هیوادونو، چي مشخص هدف یې برټانیه وه، د آزادولو له پاره د اسلامي هیوادونو د پاچاهانو وحدت منځته راوړل وو. مولنا محمودالحسن باید د حجاز له لاري د عثماني ترکیې له حکومت سره په تماس کي سوی وای او هغه حکومت یې دې ته هڅولی وای چي داسي شرایط منځته راوړي چي له برټانیې سره د افغانستان د جنګ د اعلانولو سبب سي. د کابل دفتر هم وظیفه درلوده چي باید په افغانستان کي د برټانیې ضد ډلو سره تماسونه ونیسي او دغه راز آزاد قبایل له برټانیې سره په دایمي دښمني کي وساتي. په هند کي دوی وظیفه درلوده چي د وهابیانو د زړې ډلي په وسیله له خلکو څخه پیسې غونډي کړي او په کابل، حجاز او هند کي د برټانیې پر ضد فعالیتونه تمویل کړي او په عین وخت کي د هند په مسلمانانو کي افراطي اسلام تبلیغ کړي او چي هرکله د افغانستان او هند ترمنځ جنګ ونښلي دوی به په یوه ځل سره لمبه جوړه کړي. د پوځ د صاحب منصبانو یو لیست هم له هدایتونو سره ملګری وو او له هغه لیست څخه داښکارېدله چي د دې دسیسې ټول پلان په مولوي عبیدالله اړه لري. صاحب منصبان پر څلورو ډلو وېشل سوي ول. د مولوي عبیدالله د افراطي اسلام ملګري، د ده پیروان او په سند او د هند په نورو ځایونو کي د هغوی خپلوان او اشنایان. دوهمه ډله د دیوبند، اتارپردېش او د ډهلي مولویان چي مولوي عبیدالله، د دیوبند په مدرسه کي د استادی په وخت کي او وروسته د ملګرتوب له لاري  تر خپل نفوذ لاندي راوستلي وه. دا هغه کسان ول چي له ده سره یې د « جماعت الانصار»  او «نظارت المعارف القرآن » په ډلو کي کار کړی وو. دریمه ډله په بیهار، اتارپردېش، پنجاب او شمال لوېديځه صوبه کي د پیسو را ټولولو وهابي کسان. څلورمه ډله د افراطي اسلام مشهور مشران ول.

https://taand.net/%d8%ae%d8%b1%d8%a7%d8%b3%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d8%ae%d8%b1%d8%a7%d8%b3%d8%a7%d9%86%db%8c%d8%a7%d9%86-%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d8%b1%d9%8a-%d8%ac%d9%87%d8%a7%d9%86%d9%8a/

جنودالربانیه یا د خدای تعالی پوځونه باید له دوهم تنظیم ، په هند کي موقتي حکومت، سره یو څای سوی وای چي مشر یې مسلمان نه وو بلکه میهندراپراتاپ وو، صدراعظم یې مولوي برکت الله او د هند لپاره وزیر یې مولوي عبیدالله وو. د دې تنظیم هدف دا وو چي د افغانستان او هند ترمنځ یو ټکر منځته راوړي او په عمومي صورت له دښمن او یا له بېطرفه قوت سره دسیسه وکړي او افغانستان ته د هندي ورانکارو څخه جوړ هیاتونه ولېږي. عبیدالله غوښتل چي د توندرو مسلمانانو، مولویانو او وهابیانو څخه یوه ګډه قوه جوړه کړي. ده غوښتل چي د اسلامي تحریک د پاڅولو ترڅنګ د هند د موقتي حکومت په دسیسه کي بېله برخه ولري او په دې توګه د هندوانو انقلابي عناصر د ځان کړي.

په حجاز کي د مولنا محمود الحسن فعالیتونه:

د ورېښمینو لیکونو کشفېدل د دې سبب سول چي د محمود الحسن د ډلي کسان تر نظارت لاندي ونیول سي چي له حج څخه را ستانه سوي ول. د هغوی له ویناو څخه موږ ته په حجاز کي د مولنا د حرکاتو په برخه کي یوه مفکوره را پیدا سوه. کله چي دی له هند څخه روانېدی نو هیچا دا ګومان نه کاوه چي مولنا به په دونه لوی پروګرام کي برخه ولري. موږ فکر کاوه چي مولنا به ایله له ځینو ترکي مقاماتو سره وګوري او هغوی ته به ووايي چي هند ته پوځونه ولیږي او یا له افغانانو سره مرسته وکړي چي پر موږ باندي حمله وکړي. د ده او د مولوي خلیل احمد ډلي په حجاز کي سره یو ځای سوې مګر دا یقیني نه وه چي مولوي خلیل احمد د دې دسیسې په ټولو اسرارو خبر دی او یا د دواړو ډلو ټول غړي، په مساوي توګه، په دسیسه کي برخه لري.

مولنا محمودالحسن یقینا د حجاز له والي غالب پاشا سره په دسیسو لګیا وو مګر داسي نه ښکاري چي غالب پاشا به هغه د دې نقشې عملي کولو ته تشویق کړی وي. غالب پاشا وویل چي ترکان په نورو سیمو کي ډېر سخت مصروف دي او نه افغانستان ته مرستي لېږلای سي او نه هند ته پوځونه. خو ده مولنا ته د جهاد فرمان ورکړ او مولنا هغه د خپلي ډلي د یوه غړي محمود میا په لاس، چي د ۱۹۱۵ کال د جنوري په میاشت کي هند ستون سو، واستاوه. ویل کیږي چي هغه په آزادو قبایلو کي مذهبي خلک وپارول او له دغه فرمان څخه یې ډېره ګټه واخیستله. دا فرمان ډېر زیات کاپی سو او په ټول هند کي خپور سو.

فکر کیږي چي هم مولنا محمود الحسن او هم مولوي خلیل احمد په حجاز کي له جمال پاشا او انوربیګ سره په ۱۹۱۶ کي کتلي دي مګر د هغوی د خبرو په باره کي څه اطلاع نسته. مولوي خلیل احمد د ۱۹۱۶ کال د سپټمبر په میاشت کي هند ته ستون سو او مولنا محمودالحسن او د ده د ډلي څو منتخب کسان په حجاز کي پاته سول. او اوس هم په مدینه کي دي.  محمود الحسن یو وخت له حجاز څخه  استانبول ته د تللو نیت درلود مګر موږ فکر نه کوو چي تللی به وي. دی تر دې وروستیو شپو ورځو کي لا په مکه کي وو. ( دا رپوټ د مولنا محمود الحسن له نیول کېدلو او د مالټا ټاپو ته له لېږل کېدلو څخه مخکي لیکل سوی دی. جهاني)

په یوه بل لیک کي، چي له کابل څخه، په اُردو ژبه، لېږل سوی دی. د لیکل کېدلو او لېږل کېدلو نېټه نه لري. خو څرنګه چي له مخکنیو کرښو څخه څرګندیږي چي په هند کي د انګریزي مقاماتو لاسته ورغلی دی نو سړی ویلای سي چي په یوه وسیله به لېږل سوی او د ورېښمینو خطونو په څېر به د دښمن لاسته ورغلی وي. دا لیک په ډېر میده خط لیکل سوی او ضمنا یې رنګ دونه پیکه دی چي چنداني د لوستلو نه دی. خو څرنګه چي د جنودالربانیه د تشکیلاتو په باره کي دی نو د لږي برخي لوستل یې هم بې ګټي نه دي.

الجنودالربانیه

یعني لشکر نجات. مسلم اسوسیېشن آرمي.

مقصد: اتحاد دول اسلام ــ

مرکزاصلي. صدر مقام جنرل. مدینه طیبه

مرکزثانوي صدرمقام ـــ قسطنطنیه، طهران، کابل.

مرکزدرجه سوم صدرمقام لیفټینیټ جنرال ـــ د کفارو تر اثر لاندي اسلامي دولتونه.

منصبونه پر لسو ډولونو دي:

           مربی         د جنودالربانیه سرپرستان

  ۱  مربی                       تعداد ماتحتان                    مشاهره                        امتیاز خرچ ماهوار

۲  مردمیدان فیلډ مارشال         افسرکل          

۳   سالار ( جنرال )            افسرکل                               ۱۰۰ پونډ                 ۱۰۰۰ پونډ

۴   نایب سالار لیفټینیټ جنرال         ۱۲۰۰۰                      ۵۰ یا څلوېښت پونډه        ۲۴۰ پونډه

۵   معین سالار میجرجنرال           ۳۰۰۰                      ۲۰ پونډه                          ۶۰ پونډه

۶    ضابط ( کرنل)                     ۱۰۰۰                            ۱۰ پونډه                    ۲۰ پونډه

۷     نایب ضابط ( لیفټینیټ کرنل )      ۵۰۰                      ۵ پونډه                         ۱۰   پونډه

۸     دوصد باشي ( میجر )               ۲۵۰                      ۴ پونډه                         ۵ پونډه

۹    صد باشي ( کيټن )                         ۱۰۰                    ۳  پونډه                        ۲ پونډه

۱۰  پنجاه باشي ( لیفټینیټ )               ۵۰                         ۲ پونډه                         ۱ پونډ

                      منصبداران جنودالربانیه

الف  مربي ـــ السلطان المعظم خلیفته المسلمین ــ سلطان احمدشاه قاجار ایران ـــ امیر حبیب الله خان کابل.

ب   مرد میدان [ انورپاشا، ولیعهد دولت عثمانیه، وزیراعظم دولت عثمانیه، عباس حلمي پاشا، شریف مکه معظمه، نایب السلطنه کابل، معین السلطنه کابل، نظام حیدرآباد، والي بهوپال، نواب رامپور، نواب بهاولپور، رییس المجاهدین ]

ج:   جنرال یاسالار ـــ [ سلطان العلماء حضرت مولنا محدث دیوبندي مد ظل العال، قایم مقام سالار کابل مولنا عبیدالله ]

د:  نایب سالار [ مولنا محی الدین صاحب، مولنا عبدالرحیم صاحب، مولنا غلام محمد صاحب بهاولپور، مولنا تاج محمد سندی، مولوی حسین احمدخان مدني، مولوي حمیدالله صاحب، حاجی صاحب ترنګزی، ډاکټرانصاري، حکیم عبدالرزاق صاحب، ملاصاحب بابړه، مولوي ابراهیم کاموي، مولوی محمدمیا، حاجي سعیداحمد. …..

په همدغه لیک کي وروسته، د کابل د موقتي حکومت چي دوی پرویژنل ګورنمنټ آف انډیا ورته لیکي یو څه تفصیل ورکوي. له لیکني څخه یې ښکاري چي د حکومت رییس راجا مهیندراپراتاپ ته ډېر زیات اهمیت نه ورکوي او وايی چي یو هندوستانی رییس مهیندراپراتاپ د بندرابن اوسېدونکی دی او د آریون ډلو سره خاصه اړه لري. دی نسل پر نسل د هندوستاني راجه ګانو له سلسلې دی. تېر کال له جرمني څخه کابل ته راغلی دی. هلته یې د جرمني له قیصر سره کتلي او د هند د مشرانو په نوم یې یو لیک او د کابل د امیر په نوم یې یو لیک راوړی دی…..

 وي ویان، د ورېښمینو لیکونو په اساس ، په حجاز کي د مولوي خلیل احمد او مولنا محمود الحسن د دوو ډلو هغه غړي معرفي کوي چي له دوی سره په حجاز کي اوسیږي او د انګرېزانو پر ضد ګډ فعالیتونه کوي. دا کسان څه باندي څلوېښت تنه دي. او زه فکر نه کوم چي د لوستونکو لپاره به د دونه زیاتو اشخاصو معرفي، چي ټول د هندوستان اوسېدونکي وه، د علاقې وړ وي. په دې اړه به نورو ټلګرامونو ته ولاړ سو.

د هند وایسرا د ۱۹۱۶ کال د ډسمبر پر یوویشتمه په مکه او قاهره کي خپلو دفترونو ته لیکي چي که نامطلوب کسان له حجاز څخه ایستل کیږي نو هغوی باید د هند پر ځای په مصر کي توقیف سي او د جنګ تر پایه پوري هلته وساتل سي. وایسرا لیکي چي مولنا محمودالحسن هم ډېر سپین ږیری دی او هم په هند کي د ډېر قوي مذهبي مقام خاوند دی نو موږ ته به د هغه رالېږل مطلوب نه وي. بهتره به دا وي چي دی او نور ملګري یې هند ته نه بلکه کوم بل ځای ته ولېږل سي.

د هند د وایسرا د خارجي چارو د څانګي دفتر د ۱۹۱۷ کال د جنوري پر دیارلسمه د قاهرې دفتر ته لیکي:

محرم. ستاسي د جنوري د اوومي ټلګرم را ورسېدی. له حجاز څخه یوه را ستون سوي سړي رپوټ راکړی دی چي د مکې شریف مولنا محمودحسن له مکې څخه ایستلی دی او مولنا د حاجیانو په بله کښتۍ کي هند ته را روان دی. موږ دا مهمه بولو چي محمود الحسن باید، په اوسني وخت کي، هند ته را ستون نه سي. تاسي هدایت درکول کیږي چي هرکله محمودالحسن له حجاز څخه روان سي هغه باید یا په مصر او یا په مالټا کي توقیف سي.

د مصر دفتر د جنوري پر دیارلسمه په ۳۹ لمبر ټلګرام کي لیکي:

د هند نا مطلوب کسان  له جدې څخه مصر ته ایستل سوي دي او دوی به بالاخره مالټا ته واستول سي. دا کسان:

مولناحسن، مولوي حسین احمد، هزارګل، وحیدالدین، حکیم نصرت او حسین. د دوی ډله له نورو کسانو سره شلو تنو ته رسیږي. د هند اینسپیکټر شیخ د جنوري پر دوولسمه جدې ته روان سو. په عدن کي به کښتۍ تبدیله کړي او هند ته به روان سي. 

د مرکزي استخباراتو دفتر د ۱۹۱۸ کال د مې پر نهه ویشتمه د مالټا دفتر ته د مسټر برن په عنوان، چي د محمودالحسن د قضیې په باب تحقیقات کوي په  No. 4138-A.C.No.9. لمبر لیکي چي ستا دا خبره بالکل پر ځای ده چي مولنا محمودالحسن باید په مالټا کي پاته سي. او په دغه اوسنیو شرایطو کي موږ هغوی په هند کي نه سو زغملای. 

په مکتوب کي راغلي دي چي دا به ستا لپاره له دلچسپۍ خالي نه وي چي په ډهلي کي د محمودالحسن او نورو بندیانو د خوشي کېدلو لپاره د تبلیغ په منظور یو دفتر پرانیستل سوی دی او دوی وايی چي مولنا بله هیڅ ګناه نه ده کړې او صرف د مکې د شریف هغه فتوا یې نه ده ورسره لاسلیک کړې چي غوښتل یې د خپل بغاوت لپاره دلیل وتراشي. پر شریف باندي خلک له دې امله سخت په غوسه دي چي محمودالحسن یې انګرېزانو ته تسلیم کړی دی. حکومت د اوضاع د کرارولو په باره کي غور کوي.

محمودالحسن څه باندي یوکال په مالټا کي له خپلو ملګرو سره بندي وو او په یوه ټلګرام کي راغلي دي چي مولنا ته د ورځي درې روپۍ خرڅ او نورو ملګرو ته یې د ورځي یوه روپي او شپږ آنې حواله دي. بالاخره د وایسرا د داخلي چارو دفتر د ۱۹۱۸ کال د ډسمبر پر دریمه ولیکل:

اوس چي ترکیه تسلیم سوې ده نو فکر کیږي چي د ترکیې د طرفداری په تور د بندي سویو مسلمانانو خوشي کېدل امنیت ته کوم خطر نه پېښوي. په دې اساس نو موږ فکر کوو چي مولنا محمودالحسن ته، چي د مالټا څخه د ۱۹۱۷ کال د نومبر د میاشتي پر دوولسمه یې یادونه سوې ده، باید اجازه ورکړه سي چي هند ته ستون سي. دی د ورېښمینو لیکونو د دسیسې په ارتباط نیول سوی وو. هغه په دغه ارتباط حجاز ته سفر کړی وو او هلته یې د ترکیې له مقاماتو سره هم کتلي وه. د هند ټول هغه مسلمانان چي ده ته د قدر په سترګه ګوري او ده ته اخلاص لري باید دا د مهربانی یو عمل وګڼي. د ده نور ملګري به هم له ده سره یو ځای هند ته ولېږل سي او یوازي حسین احمد مدني ځکه له دې امر څخه مستثنی دی چي هغه وايی د ترکیې تابعیت لري. زموږ نظر دا دی چي مولنامحمودالحسن باید په ډېره آرامه او بې سروصدا توګه هند ته راستون کړه سي او د هغه د هرکلي لپاره باید مراسم ونه نیول سي. اوس لازمه ده چي هغه هر څونه ژر ممکنه وي خوشي سي. دې خبري ته د مالټا د ګورنر خاصه توجه را اړوو.

که څه هم چي د مولنامحمودالحسن او د هغه څلورو یا پنځو ملګرو د خوشي کولو په برخه کي فیصله د ۱۹۱۸ کال د ډسمبر په میاشت کي صادره سوې وه خو د ۱۹۱۹ کال تر اوړي پوري لا نه وو خوشي سوی ځکه چي د همدغه کال د مارچ پر یوویشتمه د هند د وایسرا د داخله وزارت دفتر مالټا ته، په یوه محرم مکتوب کي،  لیکلي دي چي په دې تازه شپو ورځو کي یو بشپړ نوی انکشاف دا دی چي د فرنګي محل اوسېدونکي عبدالباري یوه فتوا صادره کړې ده او وايي چي د مکې  شریف یاغي دی او ټول مسلمانان مکلف دي چي له اسلامي هیوادونو څخه غیرمسلمانان وباسي او بیرته د خلیفه قدرت پکښي ټینګ کړي. موږ په یقین سره ویلای سو چي دا تحریک به بریالی نه سي مګر که دلته مولنا موجود وي نو ښايي چي دغه ته ورته لمسوني وکړي. موږ په ټینګه په دې عقیده یو چي هند ته دي  د هغه  لېږل وځنډول سي. موږ د مالټا له قوماندان څخه غواړو چي په هره پلمه کېدلای سي مولنا هلته وساتي. موږ یقین لرو چي تاسي به هم زموږ سره په یوه نظر یاست. که څه نوی انکشاف کېدی موږ حتما اطلاع درکوو.

یوه لنډه یادونه: 

په افغانستان، پښتونخوا او هندوستان کي د پردیو پر ضد تحریکونه څه باندي درې سوه کاله سابقه لري. خو یوه ټکي ته د خپلو لوستونکو توجه را اړوم هغه دا چي په افغانستان کي د پردیو او استمعارګرانو پر ضد د مبارزې او جګړې رهبري معمولا د خانانو، پاچاهانو، سردارانو او شهزاده ګانو په لاس کي وه. په افغانستان کي د پردیو او کفارو پر ضد جنګونه له میرویس نیکه څخه واخله او بیا د افغان او انګلیس تر لومړي جنګ، دوهم جنګ او دریم جنګ پوري ټول پاڅونونه او جنګونه د قومي مشرانو او جنرالانو په لاس کي وه. 

په پښتونخوا کي د پردیو پر ضد هر وخت مقاوتونه موجود وه خو رهبري یې د خانانو او سردارانو پر ځاي د پیرانو په لاس کي وه. د سیکهانو په مقابل کي د سید احمدبرېلوي تحریک، چي وروسته یې د انګرېزانو په مقابل کي د شلمي پېړۍ تر نیمايی پوري دوام ورکړ. د انګرېزانو په مقابل کي د سوات د اخوند صاحب او سید اکبر شاه تحریک، په وروسته کي د هډې د ملاصاحب ، سرتور ملنګ، ملاپوونده، د بابړي ملاصاحب، د ترنګزیو حاجي صاحب، ملا کربوغه او په وروسته کي میرزا علي خان یا ایپی فقیر، چي د انګرېزانو پر ضد یې جهاد اعلان کړ او د هغوی له وتلو څخه وروسته یې  د پنجابیانو پر ضد د شلمي پېړۍ د شپېتو تر لسیزي پوري جنګ ته دوام ورکړ؛ ټول روحانیون ول. دې هر یوه د کرامت او ولایت دعوه درلوده او مریدانو یې هم تبلیغ کاوه چي ښرا او زور ته یې توپونه او ټانکونه ټینګېدلای نه سي. خانان یې له نفوذ او زور او عوام یې له ښرا بېرېدل او د هر جنګ رهبري د دوی پر غاړه وه. خانانو او ملکانو به رول درلودلی وي خو تاریخي شواهد ښيي چي د سوات د اخوند صاحب له تحریک څخه نیولې، د سیداحمد برېلوي تر تحریک او وروستیو پاڅونونو پوري خانان زیاتره خرڅ سوي او په تحریک کي یې درز اچولی دی.

https://taand.net/%d9%84%d9%87-%da%89%db%8c%d9%84%d9%8a-%d8%aa%d8%b1-%d8%aa%d9%87%d8%b1%d8%a7%d9%86%d9%87-%da%98%d8%a8%d8%a7%da%93%d9%87-%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d8%b1%d9%8a-%d8%ac%d9%87%d8%a7%d9%86/

په هدوستان کي، چي له یوې خوا قبیلوي سسټم وجود نه درلود چي څوک په قومي مشرانو پسي ولاړ سي او مسللمانانو یې دونه پوهه درلوده چي د پیرانو او ملنګانو مریدانو نه سوای غولولای. هغوی د خپلو مشرانو څخه منطق، دلیل او حقایق غوښتل. نو د جهاد رهبري د لویو مذهبي علماوو په لاس کي وه. مخکي مو ولیدل چي د انګرېزانو پر ضد د مسلمانانو ټول تحریک د مولویانو له خوا رهبري کیږي. حتی مولنا ابوالکلام آزاد هم چي د مسلمانانو یومشر دی، خلک ځکه ورپسي ځي چي له نامه سره یې مولنا لیکلی دی.

خو په هند کي، د انګرېزانو پر ضد د هندوانو تحریک، چي سر یې اته لسمي پېړۍ ته رسیږي، له لومړي سره د سیاسي مشرانو په لاس کي وو. البته د دې خبري یو مهم دلیل دا دی چي د هندو مذهب پنډتانو او برهمنانو هیڅ وخت په سیاسي مبارزو کي برخه نه ده اخیستې. د هندو مذهب لویو رهبرانو راما نندا، رامانوجا، بهګت کبیر، ګرونانک، شنکراچاریا او نورو ټولو مذهبي مشرانو د انسانیت او عمومي ورور ګلوۍ حتی د مذهبونو د یووالي لپاره مبارزه کوله او په سیاست کي یې برخه نه اخیستله. په هند کي قبایل او خانخاني موجوده نه وه چي خلک یې په خانانو او شهزاده ګانو پسي تللي وای. له بلي خوا یې هم زوړ تمدن درلود او د سواد کچه پکښي لوړه وه او له انګرېزانو سره ژوند او خدمت هغوی ته د انګرېزي ژبي د زده کړي او له عصري علومو سره د بلدیت زمینه برابره کړې وه. ځکه یې نو د پر مختللیو اروپايي هیوادونو په څېر عصري او منظم حرکت وکړای سوای. 

دا موضوع یو څه زیات تحقیق او څېړني ته ضرورت لري. خدای دي وکړي چي ځوان محققین توجه ورته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب