Homeخبرونهپه هلمند کې د اتلانو په نوم نوې نظامي قطعه جوړه شوه

په هلمند کې د اتلانو په نوم نوې نظامي قطعه جوړه شوه

تاند (یکشنبه د عقرب ۴) څو ورځې وړاندې طالبانو د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په ګډون ددې ولایت په ډېرو برخو بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې تر ۴۰ زره کسان بې سرپناه شول او د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو په ګډون پکې سلګونو طالب وسله والو ته مرګژوبله واوښته.

تازه د هلمند ځايي چارواکو په دې ولایت کې د اتلانو په نوم د یوې نوې نظامي قطعې د جوړېدلو خبر ورکړ.

دې نوې زر کسیزې نظامي قطعې ته به د ملي امنیت په چوکاټ کې زده کړې ورکول کېږي او په دندو کې به برخه واخلي.

د ځايي چارواکو په وینا ددې قطعې د جوړېدلو لپاره د هلمند له بیلابیلو سیمو څخه ځوانان جذب شوي دي، چې لومړی به نظامي زده کړې ورکول کېږي او بیا به په مهمو دندو کې برخه واخلي.

د هلمند والي جنرال محمد یاسین خان وايي، دا کسان ددغه ولایت له اراضۍ سره بلد دي چې د امنیتي وضعیت په ټینګښت کې به مثبت رول ولوبوي.

ښاغلي یاسین خان د اتلانو په نوم قطعې لپاره نوي جذب شوي کسان د هېواد ریښتیني اتلان یاد کړل او زیاته کړې یې ده همدوی به د «دښمن» د هر ډول ورانکاره کړنو مخنیوی کوي.

ویل کېږي تر دې وړاندې هم په هلمند کې د سنګوریانو په نوم یوه نظامي قطعه جوړه شوې وه، چې د دولت د مخالفینو په ځپلو کې یې مهم رول تر سره کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...